1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مهاجرو کښتۍ دې بيرته افریقا ته واستول شي

۱۳۹۵ آبان ۱۷, دوشنبه

د آلمان حکومت غواړي هغه کسان چې د مدیترانې له لاري اروپا ته د راتګ هڅه کوي، په مستقیم ډول بیرته افریقا ته ستانه کړي. خو د آلمان د حکومت اپوزیسیون د دغه وړاندیز مخالفت کړی.

https://p.dw.com/p/2SFxj
Italien und Malta Flüchtlinge wurden im Mittelmeer gerettet
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Malavolta

د آلمان د کورنیو چارو زیر توماس دیمیزیر په دې هڅه کې دی، څو هغه مهاجر چې د کښتيو په وسیله د مدیترانې سمندر له لاري اروپا ته مخه کوي، تر ژغورني وروسته د امکان تر حده په مستقیم ډول بیرته افریقا ته ستانه کړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندي د یکشنبې په ورځ د «دي ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي :«کله چې د اروپا ساحلونو ته د رسیدو امید موجود نه وي، بیا نو مهاجر دې ته زړه نه ښه کوي چې خپل مال او ځان د دې خطرناک سفر قرباني کړي.»

د کورنیو چارو وزارت دغې ویاندې زیاته کړې ده چې د آلمان د حکومت موخه د قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه نیول دي، کوم چې په کوچنیو کښتيو کې دغه سفر سازماندهي کوي. د دوی په اند په دې کار سره به مهاجر پوه شي چې د سمندر له لاري ایټالیا ته رسیدل به ناممکنه وي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز له مخې هغه مهاجر چې له لیبیا څخه د سمندر له لارې اروپا ته د رسیدو هڅه کوي باید بیرته لیبیا نه، بلکې یو بل هیواد یعنې د افریقا په شمال کې د بیلګې په توګه تونس یا مصر ته واستول شي.

دغه کډوال بیا کولای شي چې له دغو هیوادونو څخه په اروپایې هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي. که د دوی غوښتنه ومنل شي بیا نو کولای شي په ډاډمنه توګه اروپا ته راشي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاندې په خبره په دې برخه کې تر اوسه پورې د اروپا په کچه خبرې نه دي شوي او نه هم کومه طرحه جوړه شوې.

د روان میلادي کال له پيل راهيسي۱۶۰ زره مهاجر د مدیترانې له لارې ایټالیا ته داخل شوي دي. د ایټالیا دولتي چارواکو اعلان کړی دی چې یوازي په اکتوبر میاشت کې دغه هیواد ته ۲۸ زره مهاجر رسیدلي دي چې دا د تیر کال د اکتوبر میاشتې په پرتله دری برابره زیاتوالی ښئ. ډیری دغه مهاجر غواړي په نورو اروپایې هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي. 

د اپوزیسیون انتقاد

د آلمان د حکومت اپوزیسیون د کورنیو چارو زارت پر دغه وړاندیز ډیرې سختې نیوکې کړي دي. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د جرگه گۍ مشري کاترين ګورينګ اکارت، «دي ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل :«د کورنیو چارو وزارت له مهاجرو سره د ساري ناورغانو په څیر چلند کوي، چې سړی غواړي ځان ترې خلاص کړي.»

نوموړي زیاته کړې ده :«هغه څوک چې د تیښتې او مهاجرت په حال کې دي او د دوی وضعیت ته د رسیدګۍ حق مخه نیسي، د هغو دغه چلند په سیاسي او حقوقي لحاظ ډیر د پوښتنې وړ دی.»

همدارنګه د آلمان د چپیانو ګوند مشر برند ریکسینګر، د بشري رسوايي خبره کړې ده. هغه ویلي دي :«د اشخاصو د پناه غوښتني دوسیه باید په آلمان کې وڅیړل شي، ځکه چې د پناه غوښتني حق په دې معنی هم دی چې یو مهاجر حقوقي مرستو او وسایلو یعنې وکیلانو، د حقوقي مشورو سازمانونو او نورو ته باید لاسرسی ولري.»