1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ليبيا په اړه په خپل سياست کي بدلون راوستی

۱۳۹۰ فروردین ۲۰, شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرګيدو وسترويله وويل چي د هغه هيواد به د لبيا په جګړه کي ګډون ونه کړي خو د بشري مرستو او د کډوالو د ساتني لپاره به آلماني عسکرد خدمت لپاره چمتو شي.

https://p.dw.com/p/RGhh
ويستروېله وايي چي المانی پوځ په لبيا کي د بشري مرستو لپاره چمتو دی
ويستروېله وايي چي المانی پوځ په لبيا کي د بشري مرستو لپاره چمتو دیانځور: dapd

د لبيا په کړکيچ کي د آلمان حکومت په خپل سياست کي بدلون راوست. هغه دا چي د پخواني ژمني په خلاف اوس دغه حکومت چمتو دي چي لبيا ته خپل سر تيري واستوي، خو نه د جنګي عملياتو په موخه بلکه د بشري ماموريت د تر سره کولو لپاره، هغه هم که چيري ملګري ملتونه تري غوښتنه وکړي.

د لبيا په وړاندي د آلمان د سياست د دي بدلون معني دا ده چي فدرالي حکومت کولاي شي د اروپا د اتحاديي د پوځي ماموريت په چوکاټ کي 990 سرتيري د مديتراني جنوبي ساحل ته واستوي ترڅو په بشري مرستو او يا د کډوالو په ترانسپورت باندي د بريدونو مخه ونيسي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله پوهيږي چي د حکومت دغسي يو تصميم ښايي ځيني ستونزمن بحثونه په پارلمان او يا ښايي هم د حکومت د ايتلافي ګوندونو په دننه کي راوپاروي.

خو وستر ويله د خپل هيواد پارلمان ته پرون د لبيا په کړکيچ کي د آلمان د پاليسي بدلون په دي جملو سره توجيه کړ چي «آلماني سري تيري له ژمني سره سم په جګړه کي برخه نه اخلي.»

خو وسترویله د دغی جګړی ناخوال وضعیت او له خپلو متحدینو سره په نورو برخو کی مرستو ته په اشاری سره وویل: «په راتلونکي کي هم مونږ په لبيا کي په کومي جګړي کي ګډون نه کوو. خو دا چي مونږ غواړو د دي جګړي د ناخوالو عواقبو په مخنيوي کي مرسته وکړو، زمونږ په نظر د پوښتني وړ مسأله بايد نه وي،. د بيلګي په توګه: د روغتيايي خدماتو رسول او يا له کډوالو څخه محافظت. او د دي سياست څخه په فدرالي شورا، بوندستګ کي پراخ ملاتړ موجود دي.»

دري اوني مخکي د ملګرو ملتو د امنيت شورا د «نه الوتني بنديز» چي د لبيا پر هوايي قلمرو ولګول شو، د پريکړي د پوځي تطبيق لپاره آلمان د روسيي او چين په څير مستنکفه رايه ورکړه.

په لومړي دوو اونيو کي فرانسوي، بريتانوي او امريکايي جنګي الوتکو د قذافي د رژيم پوځي ځواکونو باندي حملي وکړي. له هغي وروسته د ملګرو ملتو د «نه الوتني بنديز» د پريکړي د تطبيق ماموريت ناتو په غاړه واخيست.

خو په تيرو ورځو کي د ناتو الوتکو د قذافي د رژيم پر ځواکونو د حملو پر ځاي پر ياغيانو بمباري وکړي. د پنجشنبه په ورځ د ناتو جت جنګي الوتکو د هغوي په يو کتار حمله وکړه چي په نتيجه کي لږ تر لږه 5 تنه ووژل شول او زيات نور کستان ټپيان شوي دي.

د ناتو عمومي منشي اندرز فوګ رازموسن د خپلو ځواکونو دغه حمله يوه اشتباه وګنله او بښنه يي وغوښتله: «دا يوه ډيره بدمرغه پيښه وه او له امله د رامنځ ته شوو مرګ ژوبلو په خاطر تأسف کوم.»

خو لبيايي پاڅون کونکي نه پوهيږي چي ولي داسي يوه پيښه رامنځ ته شي.

د لبيا په دننه کي لا تراوسه د ياغيانو او د قذافي د رژيم تر منځ خونړي نښتي رواني دي. په خاصه توګه وضعيت د ميسراتا په ښار کي خونړي دي. د قذافي د رژيم ټانکونو په ښار باندي بيا حمله کړي ده. ويل شوي دي چي د قذافي سرتيرو په سل ګونو کسان وژلي چي په هغو کي ماشومان هم شامل دي.

کاترين ويسکه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: احمد ولي اڅکزی

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل