آلمان د سوریې په اړه د عربی لیګ د پرېکړه لیک هرکلی وکړ
۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبهاعلان
د جرمني خارجه وزیر ګیدو ویستر ویله د سوریې په مقابل کي د عربي لیګ هیوادونو له پرېکړه لیک څخه هرکلی وکړ. د ویستر ویله یوه ویاند وویل چي دا یو ډېر مثبت ګام دئ چي عربي لیګ په سوریه کي د بحران په ایسته کولو کي، یو مشرتابه رول پر غاړه اخلي.
ده زیاته کړه چي په سوریه کي د زورزیاتي غندل او د بشارلاسد د رژیم په مقابل کي ګام پورته کول، د خلکو له پاره مهمي نخښي دي. د عربي لیګ خارجه وزیرانو مخکي تر دې په قاهره کي یو پرېکړه لیک تصویب کړ چي په هغه کي ئې د سوریې له اپوزیسیون سره د پراخو مرستو وعده ورکړه.
علاوه پر دې ئې په سوریه کي د خپل څارونکو ماموریت ختم اعلان کړ او د ملګرو ملتو سره ئې په ګډه د یوه بل ماموریت غوښتنه وکړه.