1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان د رد شويو افغان مهاجرو اخراجولو ته چمتو دی»

۱۳۹۵ آذر ۱۳, شنبه

آلمان غواړې ډیر شمیر افغان مهاجر بيرته افغانستان ته واستوي. آلمان په نظر کې لري دغه لړۍ روانه مياشت د افغان مهاجرو د لمړنۍ پنځوس کسيزه ډلې په استولو سره پیل کړي.

https://p.dw.com/p/2TgiQ
Deutschland Proteste gegen die Abschiebung von Flüchtlingen in Hamburg
انځور: DW/H. Madadi

د آلمان دولت په نظر کې لري چې ډیر شمير افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته واستوي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري د افغان مهاجرو د استولو لړۍ، په روانه مياشت (دسامبر) کې د لمړنۍ ډله په استولو پيل کړي. آلمانۍ مجلې شپيګل د يو رپوټ له مخې، په پام کې ده د افغان مهاجرو يوه پنځوس کسيزه ډله چې د پناه غوښتنې درخواستونه يې رد شوي دي، په يوه پرواز کې په اجباري توګه افغانستان ته واستول شي.

افغانستان او آلمان د روان کال په نوامبر مياشت کې يو هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې یې آلمان هغه افغان مهاجر بيرته افغانستان ته استولی شي کوم چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد کيږي.

د آلمان صدراعظمه او د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند مشره انګلا مرکل، د مهاجرو څخه د ملاتړ کونکې په توګه مطرح ده. آلمانۍ مجلې «ولت» په يوه تازه  رپوټ کې د مرکل ګوند د سکرتر جنرال پيتر تاوبر له قوله ليکلي دي چې مرکل افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته استولو له بهير څخه ملاتړ ښودلی دی.

کوم کسان اخراجيږي او کوم نه

پيتر تاوبر په دې اړه ويلي دي: « په افغانستان کې داسې امن سيمې شتون لري چې ژوند په کې وشي. هغه کسان چې د قانون له مخې نشي کولای په آلمان کې د مهاجر په توګه ومنل شي، بايد دغو سيمو ته واستول شي. زما له نظره دا يو قانوي کار دی».

خو له مهاجرو څخه ملاتړ کونکي سازمان «پرو ازول»، آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراجولو پروګرام په کلکه تر نيوکې لاندې نيولی دی. دغه سازمان د افغانستان امنيتي وضعيت کړکيچن ښودلی او ويلي يې دي چې « سياسي او اقتصادي وضعيت په خورا بد حالت کې قرار لري».

د ملګرو ملتونو سازمان په حواله، د روان کال له پيل نه د سپټامبر مياشتې تر پايه پورې، د افغانستان په مختلفو سيمو کې د جګړو په پایله کې نژدې ۲۵۰۰ تنه ملکيان وژل شوي دي. خو آلمان بيا هم د افغانستان ځينې سيمې امن بولي او غواړي چې يو شمير رد شوي افغانان دغه شان سيمو ته واستوي.

تاوبر ترڅنګ ټينګار وکړ چې هيواد یې بايد له هغو کسانو څخه هرکلی وکړي چې په واقعي توګه تر څار لاندې دي. هغه په دې اړه وويل:« مونږ غواړو داسې يو هيواد واوسو تر څو هغه کسان چې تر واقعي څار لاندې دې وشي کړای په کې د اوسيدو خوندي ځای ولري».

د همکاريو دوام

د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند دغه لوړپوړي مقام په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان دولت د نړيوالې ټولنې رسمي ملاتړ لري او د آلمان دولت همکاري به هم له دغه هيواد سره ادامه ولري. د مرکل په مشرۍ د دغه ګوند سکرتر جنرال زياته کړه: « د افغانستان دولت مکلف دی چې د خپلو اتباعو امنيت تامين کړي».

له بل لوري تاوبر د هغو افغان مهاجرو اخراجول رد کړي دي کوم چې په اوږدمهاله ناروغيو اخته دي. هغه په دې اړه وويل:« هغه کسان چې ناروغي یې ژوند ګواښي، اخراج به نشي». خو د دغه ګوند مرستیال توماس شتروبلن، له دغه حالت څخه د سوءاستفادې انديښنه څرګنده کړې ده. د شتروبلن په اند چې بايد د دغې قضيې پر ټولو اړخونو زياتې خبرې اترې ترسره شي.

د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد ګوند غړي به د راتلونکې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د آلمان په ايسن ښار کې سره راټول او د راتلونکو انتخاباتو په باب به پر خپلو پلانونو خبرې وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.04.2015):