1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپل دولت مشر يا مشره ټاکي

۱۳۸۸ خرداد ۲, شنبه

د آلمان ولس په ډير شور او ځوګ سره انتظار باسي چي د هغوي پارلماني استازي به د ولس مشري لپاره څوک وټاکي.... اوسني جمهور رييس، Köhler او که د هغه سياله، ميرمن Schwan؟

https://p.dw.com/p/HvoX
څوک به د آلمان د دولت راتلونکي مشر يا مشره شي؟
څوک به د آلمان د دولت راتلونکي مشر يا مشره شي؟انځور: AP

نن آلمانان د خپل دولت مشر يا مشره ټاکي..... مشره په دي وجه چي د اوسني جمهور رييسHorst Köhler په وړاندي د دغه هيواد د پوهنتون استاده Gesine Schwan هم کانديده شوي ده

د آلمان د دولت د مشري د ټاکلو لپار پخوا هيڅکله د دو کانديدانو تر مينځ د اکثريت تناسب دومره سره نژدي نه ؤ، لکه دا ځل. دا انتخابات په دي وجه هم خورا له شور او ځوک سره جوخت دي چي د آلمان فدرالي جمهوريت خپله 60 کاليزه لمانځي او سر بيره پر دي سږ کال په مني کي پارلماني انتخابات هم دي.

البته د آلمان د دولت د مشري لپاره عام انتخابات نه کيږي، بلکه هغه د دغه هيواد د پارلمان د دو جرګو چي په آلماني ژبه بوندستګ او بونديس رات ورته وايي، په ټوليزه توګه د 1224 استازو له راييو سره ټاکله کيږي. د آلمان ولس په ډير شور او ځوګ سره انتظار باسي چي د هغوي پارلماني استازي به د ولس مشري لپاره څوک وټاکي.... اوسني جمهور رييس، Köhler او که د هغه سياله، ميرمن Schwan؟

Schwan د آلمان د سوسيال د ديموکرات د ګوند غړي او د پوهنتون استاده ده، تير ځل هم هغی د Köhler په وړاندي ځان کانديد کړي ؤ، هغه ځل بريالي نه شوه. دا ځل ډيره ډاډه ده:

« ما تل په وار وار سره هم په ټولنو کي او هم په عام سړک له خلکو سره چي ما خبري کړي دي، هغوي زما د برياليتبوب لپاره يي هيله څرګنده کړي ده. »

خو مخکي له هغي چي نتايج معلوم شي يو ځل به د آلمان د مختلفو سياسي ګوندونو غبرګون وڅيړو..

د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو، CDU او CSU د استازو رييس، فولکر کاودر د اوسني جمهور رييس لپاره هيله من دي چي انتخابات وګټي:

« د آزادو ديموکراتانو ، FDPاو CDU او CSU رايي بس دي چي مونږ په خپل قوت اوسني جمهور رييس بيا انتخاب کړو... آزادو پارلماني استازو ويلي دي چي هغوي د Horst Köhler لپاره راييه ورکوي. نو زه فکر کوم چي د انتخاباتو په لومړي پړاو کي دا کار وشي.»

خو د سوسيال ديموکرات ګوند ويلي دي چي هغوي د خپل ګوند د غړي، ميرمن Gesine Schwan تر شا ولاړ دي، د هغه ګوند د پارلماني استازو رييس، پيتر شتروک:

« زه فکر کوم چي Gesine Schwan ډير ښه چانس لري... البته د اکثريت انډول سره ډير نژدي دي، هغه د باور وړ کانديده ده. دټاکنو په لومړي، دوهم ،يا دريم پړاو کي به ښکاره شي چي آيا د آلمان د دولت د مشري په سر کي د لومړي ځل لپاره يوه ميرمن د ولس مشري په توګه وټاکله شي.»

د آلمان د چپيانو ګوند هم يو کانديد معرفي کړي ، خو چانس يي ډير لږ دي، په همدي وجه هغوي ښايي د راييو ورکولو له لومړي پړاو څخه وروسته پريکړه وکړي چي، چا ته، ښاغلي Köhler او که ميرمن Schwan ته رايي ورکړي...

د چپيانو د پارلماني استازو رييس، لوتر بيسکي وايي:

« هغه يعني Köhler د يو شخصيت په توګه د درناوي وړ يو جمهور رييس دي، خو ميرمن Schwan هم يوه د درناوي وړ شخصيته ده چي کيداي شي انتخابه شي. د دي دواړو تر منځ دا يو ډير سخت تصميم دي.»

د آلمان د آزادو ديموکراتانو د ګوند رييس، ویستر ویله، په ښکاره توګه له اوسني جمهور رييس څخه ملاتړ کوي:

« زما محاسبه دا ده چي واکمن جمهور ريس پروفيسور Horst Köhler په فدرالي عمومي غونډه کي د انتخاباتو په لومړي پړاو کي بيا انتخابيږي. مونږ د ازادو ديموکراتانو د ګوند په توګه په يوه غږ سره له هغه څخه ملاتړ کوو.»

خو د آزادو ديموکراتانو په خلاف د آلمان د شنو ګوند چي د بونديس 90 Die Grüne په نامه ياديږي، له سوسيال ديموکراتانو سره لاس يو کړي چي د کيولر سيالي ميرمن Schwan ته خپلي رايي ورکړي. د هغه ګوند د پارلماني استازو رييس، فريتس کون وايي:

« ميرمن Schwan يوه فوق العاده په زړه پوري کانديده ده، هغه زمونږ کانديده. خو زه غواړم دا هم ووايم چي ، مونږ د خپلو ګوند هيڅ غړي ته نه دا ويلي چي چا ته ور ورکړي ، هر څوک پوه شه خپل اختيار يي...

رښتيا چي په ديموکراسي کي بايد زور او زرو پالنه نه وي، هرڅوک د خپل رايي اختيار لري...

دا چي د آلمان د دولت راتلونکي مشري لپاره يوه مشره که يو مشر وټاکل شي نن به معلوم شي....

مونيکا مانکی/َ عبدالباري