1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ترورستانو په ولکه کي مسافر وړونکي الوتکي بايد راوغورځول سي

۱۳۸۶ شهریور ۲۶, دوشنبه

د آلمان د دفاوزير فرانس ژوزف يونگ وايي چي د اړتيا په صورت کي کېداي سي يوه مسافر وړونکې الوتکه چي د ترهگرو لاس ته ورغلې وي پرته د قانوني مقرارتود موجود يت څخه د جت جنگي الوتکو لخوا راوغورځول سي

https://p.dw.com/p/DKHZ
د آلمان ددفاع وزير فرانس ژوزف يونگ داخبره په برلين کي د امنيتي کنفرانس د خبرو په ترځ کي کړې.
د آلمان ددفاع وزير فرانس ژوزف يونگ داخبره په برلين کي د امنيتي کنفرانس د خبرو په ترځ کي کړې.انځور: AP
د آلمان د دفاع د وزير يونگ دا خبره په سياسي او گوندي کړيو کي ډ ېري خبري او مشاجرې رامنځ ته کړيدي.
ددفاع د وزير يونگ په عقيده کومه خبره چي ده کړې ده ددغه هيواد د اساسي قانون د محکمې د اصولو سره کوم تضاد نلري. داخبره يونگ په برلين کي د امنيتي کنفرانس د خبرو په ترځ کي کړې او ويلي يي دی هغه څه چي زه وايم هغه د آلمان د اساسي قانون د محکمې په بنسټ خبره ده.
ددفاع وزير غواړي په دغه مشاجره کي د آلمان د سوسيا ديموکرات د گوند سره چي په ائتلافي حکومت کي د مسيحي ډ يموکراتانو سره يو ځای يوه جوړ جاړي ته ورسېږي.
د آلمان ددفا د وزير په دې نظر باندي سوسيال د يموکراتانو او د شنو گوند سختي نيوکي کړي او د شنو په گوند کي له دې څخه خبري سوي چي د آلمان د جټ الوتکي يو پيلوټ کولای سي ددغه امر د عملي کولو څخه چي يوه مسافر وړونکي الوتکه راوغورځوي ځان وژغوري ځکه دغه کار د آلمان د اساسي قانون د محکمې په خلاف يو عمل دی.