آلمان: د ترهگرو بريدونو خطر زيات شوی دی
۱۳۸۶ تیر ۱, جمعهاعلان
د امنيتي چارو کارپوهان دغه حالت هومره خطرناک بولي لکه د يولسم سپتمبر تر بريدونو وروسته. ښاغلي هنينگ زياته کړه چې »موږ د اسلامي ترهگرو يو اصلي هدف گرځېدلي يو.« نوموړي هغه ويډيويي پيغام ته اشاره وکړه چې دوې اونۍ وړاندې امريکايي ټلويزيوني شبکې اي بي سي تر لاسه کړی و. په هغه کې د طالبانو د وژل شوي قوماندان ملا دادالله ورور، منصور دادالله ليدل کېږي چې په افغانستان کې د اورپکو د يو کمپ څخه ليدنه کوي. په کمپ کې گڼ شمېر زلميان وايي چې دې ته چمتو دي چې کاناډا، لويې برتانيې او آلمان ته ولاړ شي تر څو ځانمرگي بريدونه تر سره کړي. آلمان امنيتي تدابير نيولي دي او په تېره بيا له افغانستان او پاکستان څخه اروپا ته راتلونکي سورلۍ څاري.