1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ترهګرۍ ضد نوی امنيتي ځواک جوړوي

۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

په آلمان کي د ترهګرو بريدونو بيره زياته سوې او چارواکي يې د مخنيوي هڅه کوي. دوی په يوه وخت کې له خونړيو ترهګرو بريدونو څخه اندېښنه لري. آيا نوی ځانګړی امنيتي ځواک به دغه اندېښني کمي کړي؟

https://p.dw.com/p/1HPC4
انځور: Reuters/H. Hanschke

په پاريس کې په یوه وخت کې پر څو ځايونو وسله والو ترهګرو بريدونو ۱۳۰ انسانان ووژل. تر هغه دمخه د کال په پېل کي د «شارلي ابدو» مجلې پر دفتر په بريد کي۱۷ انسانان ووژل سول. دغو پيښو په آلمان کي امنيتي چارواکي هم اندېښمن کړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر لارښوونه کړې چي معلومه سي، که په آلمان کي هم د پاريس په شان بريدونه وسي، د دغه هیواد امنيتي چارواکي به يې په څه ډول تر هوده ووتلای سي.

دغو پلټنو ښودلې ده چي د آلمان په کورني امنيتي جوړښت کي ځينو پرمختګونو ته اړتيا سته. دغي پلټني ښودلې ده چي د آلمان امنيتي ځواک په کافي اندازه عصري وسلې نه لري چي د اړتيا پر وخت د ترهګرو مخنيوی وکولای سي. د امنيتي ارګانونو صنفي اتحاديو هم اندېښنه ښودلې ده چي د جدي ګواښ پر وخت ښايي امنيتي ځواک د تجهيزاتو له کمښت سره مخامخ سي.

پنځه سيمي، ۲۵۰ امنيتي کسان

د آلمان دغه ځانگړي ځواک ته د «BFE+» نوم ورکړل سوی دی.«BFE+» د آلماني ژبي لنډيز دی چي معنی ئې ده (ثبوت خوندي کول او د مجريمانو نيول).

د پوليسو دغي ځانګړي ډلي د آلمان د فډرالي پوليسو په مرکز بلومنبېرګ کي خپل کار پېل کړی دی. په ياد مرکز کي ۵۰ ځانګړي چارواکي په کار ګومارل سوي دي.

په پام کي ده چي د راتلونکي مېلادي کال تر پای پوري به په څلورو نورو سيمو کي هم دغه ځانګړي پوليس خپل کار پېل کړي. په دې ډول به د آلمان په پنځو جلا جلا سيمو کي پنځه واحدونه ځای پر ځای وي چي د هر واحد د نفرو شمېر به ۵۰ تنه وي.

په آلمان کي د پوليسو د صنفي اتحاديې معين يورګ راډېک وايي چي آلماني پوليسو تر مخه له دغه شان ګواښ جوړونکو سره سر و کار نه وو لرلی چي د جګړې تجربه دي ولري او د جګړې د وسلو د استعمال تمرين دي ولري. د راډېک په وينا له همدې کبله دا اړينه ده چي آلماني پوليس د دغه نوي ګواښ له پاره اړين چمتووالی ولري.

BFE+ به مغلقو بريدونو ته غبرګون وښودلای سي

تر اوسه په آلمان کي د ترهګرو بريدونه په وړاندي د GSG9 په نوم د سرحدي پوليسو ځانګړي واحدونه گومارل کېدل. خو د دغې ډلې په جوړښت کي پخپله د پوليسو له پاره د زيات ګواښ عنصر په پام کي نيول سوی وو. دغه ډله به تر دې وروسته هم فعاليت ولري او مخ په وړاندي به هم تر امنيتي پيښو وروسته د امنيت د بېرته ټينگولو دنده پر غاړه ولري.

د GSG9 تر څنګ د آلمان په ايالتونو کي د SEK او MEK په نوم د عاجل غبرګون ځانګړي امنيتي واحدونه موجود دي. خو د دغو واحدونو تخصص چټک غبرګون ښودل دی، خو د اوږده او امنيتي ګواښ د ليري کولو او د ګواښ جوړونکو د نيولو اړينه وړتيا نه لري.

د آلمان امنيتي چارواکي هيله لري چي د BFE+ په رامنځ ته کېدو به هغه خلا ليري سي چي اوس ځانګړي واحدونه ورسره مخامخ دي. دغه ډله به د دې وړتيا ولري چي د مغلقو بريدونو په وړاندي به د غبرګون له پاره چمتو وي.

خو د امنيتي چارو کارپوه ولفګانګ پېټري، چي پخپله د جنايي چارو پخوانی مامور دی، وايي چي آلمان نوو واحدونو جوړولو ته اړتيا نه لري.

د دغه کارپوه په وينا بهتره به دا وي چي هغه امنيتي واحدونه چي تر مخه موجود ول، دغه پيسې د هغوی په لا مجهزه کولو ولګول سي.