1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د بشري حقونو د شورا غړيتوب ترلاسه کړ

۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17Bzh

د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه آلمان د ۳ کلونو له پاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا غړیتوب تر لاسه کړ.
د شورا د ۴۷ غړو په منځ کي به برلین د نورو تر څنګ د انسانانو د قاچاق او خرڅلاو پر ضد مبارزه وکړي. په ژنیو کي د بشري حقونو د دغي شورا د راتلونکو میاشتو یوه مهمه موضوع په جنګ څپلې سوریه کي د خلګو د وضعي څېړل وي. جرمني له نورو اروپايي هيوادو سره یو ځای غواړي چي پر دې اغیزه وکړي چي په سوریه کي جنګي جنایات او د بشریت په مقابل کي جنایتونه بې تعقیبه پاته نسي. خو د شورا پریکړه لیکونه کوم الزامي تآثیرات نه لري. جرمني دغي شورا ته د ۲۰۱۲ کال په نوامبر کي د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړو څخه د ۱۲۷ هيوادو رايی تر لاسه کړي وې.