1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان پر ولسمشرۍ باندي جنجال منځگړتوب کوي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

آلمان د افغانستان د دوهم پړاو ټاکنو په ترڅ کي د راپيدا سوي سياسي کړکېچ د حل له پاره منځگړتوب کوي. ويل کيږي چي د دغه هيواد استازی به د افغانستان ولسمشرۍ ته له کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وويني.

https://p.dw.com/p/1CSV4
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جون ۲۹) ويلي دي چي د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د افغانستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی کابل ته لېږلی دی.

دغه وياند زياته کړې ده چي د افغانستان له پاره د آلمان ځانگړی استازی ميشايل کوخ، به د پنجشنبې په ورځ له اشرف غني او عبدالله سره وويني. د دغه ديپلومات د سفر په اړه لومړی «شپېگل» مجلې خبر ورکړی وو.

دغه منځگړی به د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والتر شټاين ماير، هغه پيغام چي د افغانانو تمي پکښي نغښتي دي، دواړو کانديدانو ته ورسوي: «افغانان غواړي چي په دغه تاريخي چانس او سوله ييزه راتلونکې باندي يې بازۍ نه وسي.»

د افغانستان له پآره د آلمان ځانگړی استازی مېشايل کوخ
د افغانستان له پآره د آلمان ځانگړی استازی مېشايل کوخ

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير تر دې دمخه له يوې آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني اميداوره کوونکي بللي وې او ويلي يې ول چي افغانان بايد په هغه څه چي دوی لاس ته راوړي دي ووياړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله د دغه هيواد د ټاکنو کمېسيون په دې تورنوي چي گويا د هغه د حريف اشرف غني په گټه يې درغلۍ کړي دي.

د ناتائيد سوو راپورونو له مخي په شمېرل سوو رايو کي اشرف غني اوس تر خپل سيال مخکي دی. عبدالله گواښ کړی دی چي د ټاکنو لومړۍ پايلي به نه ومني.

عبدالله د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتي دي چي په هغو ولايتونو کي چي د ده په خبره د شرايطو د واجدينو په پرتله ډيري رايي کارول سوي دي، بيا ټاکني وسي.

خو د ټاکنو کمېسيون ويلي دي چي د عبدالله ټولو غوښتنو ته رسېدگي سوې ده او بيا ټاکني به ترسره نه سي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي چي د چهارشنبې په ورځ له پلان سره سم د دوهم پړاو ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پايلي اعلان کړي، او وروستۍ نتيجه به يې د جولای مياشتي پر ۲۲ نېته وړاندي سي.

په پلان کي ده چي د افغان ولسمشر حامد کرزي ځای ناستی به د اگست مياشتي پر ۲ نېټه پر خپله چوکۍ باندي کښېني.