آلمان: د افغانستاسره مرستو ته دوام ورکو
۱۳۸۶ آبان ۱۵, سهشنبهد ملګرو ملتونو د ټولني په عمومي غونډه کي د آلمان لوی سفيرتوماس ماتوسيک په يوه ويناکي يوځل بيا د خپل هيواد په استازيتوب داخبره روښانه کړه چي جرمني د افغانستان د بيارغاوني په لاره خپلو مرستو او ژمنوته ترهغه وخته پوري دوام ورکوي ترڅوموږ په هغه هيواد کي خپلو ګډوهدفونوته چي عبارت د يوه آزاد او ډيموکرات افغانستان جوړول دي ورسيږي.
د ملګرو ملتونو په ټولنه کي د آلمان لوی سفير وايي چي: د افغانستان له حکومت سره ترهغه پوري مرسته وسي ترڅو خپل اهداف ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي ددې ټولني لوی منشي بانکي مون د ټولني پرټولو غړو هيوادونو باندي ددې ږغ کړی دی، چي د افغانستان د بيا رغاوني په چارو کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له هغه هيواد سره دي خپلي مرستي ترسره کړي.
د ۲۰۰۸ مېلادي کال له پاره به آلمان د افغانستان د بيا رغاوني له پاره د ۱۶۰ مليونه په اندازه ډالرورکړي.