آلمان : د آلمانانو تښتول ددې هېواد پر پوځي ماموريت باندي کومه اغيزه نه ښندي
۱۳۸۶ مرداد ۵, جمعهاعلان
شټاين ماير نن د جمعې په ورځ د يوې آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې ويلي چې موږ د برمته سوي آلماني د خوشي کولو لپاره د ټولو امکاناتو څخه کار اخلو.
هغه ويلي په افغانستان کې د وروستيو تښتونو د غمجنو پيښو سره سره موږ نه بايد په دې هېواد کې د بيارغاوني پنځه کلن کار وځنډ وو.
دده د څرگند ونو سره سم جرمنيانو هلته ښونځی فعاله کړي د کوچنيانو د مرگ مخه يې نيولي او اقتصادي ساده ژوند ته يي زمينه برابره کړې. له دې کبله موږ بايد وهغو انسانانو ته وگورو چې هغوی زموږ و مرستو ته اړتيا لري.
د غه راز د بهرنيو چارو وزير ويلي آلمان د افغانستان د پوليسو په روزلو کې لويه برخه اخستي که خه هم چې پدې لاره کې د نورو مهمو گامونو د اخستلو اړتيا ليدل کيږي.
شټاين ماير زياته کړي تر هغه وخته بايد موږ په افغانستان کې پاته سو تر څو ددې هېواد امنيتي ځواکونه و هغه مرحلې ته ورسيږي چې په افغانستان کې امنيت پخپله په غاړه واخلي.