آلمان ته راغلي لږترلږه ۶۰ سلنه کډوال اسناد نه لري
۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبهلږترلږه ۶۰ فیصده ټول هغه مهاجر چي آلمان ته راځي، بې له اسنادو څخه دي. دغه خبر المانۍ ورځپاڼي «دي څایت» نن د چهارشنبې په ورځ خپور کړی دی. دغه خپاره شوي ارقام د حکومت پر اټکلونو باندي متکي دي نو له دې امله دقیق ارقام وجود نه لري.
«دي څایت» ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو د وزارت په حواله لیکي چي داسنادو او پاسپورټونو نه درلودل په دې معنی نه دي چې پناه غوښتونکو په قصدأ سره پټ کړي دي. په رپوټ کې د نوموړي په حواله ویل شوي چې له همدې امله باید پر دې باندي عمومي قضاوت هم ونه سي. رپوټ همدا راز زیاتوي چې دا بلاخره د هر مهاجر په حالت او د راتگ په جریان پورې اړه لري چې یو مهاجر څرنګه ځان تر جرمني پوري رارسولی دی.
دورځپاڼي په حواله په همدې دلیل د آلمان حکومت د اسنادو د نه درلودلو د عواملو د څيړنې کوښښ هم نه کوي چې ولې زیاتره پناه غوښتونکي له ځانونو سره اسناد نه لري. کیدای سي د دې تر شا ډیر دلایل موجود وي، د بیلګې په توګه په زیاتره هیوادونو کی د تذکرو د ویش منظم سیسټم وجود ونه لري او یا ورڅخه قاچاقبرانو پاسپورټونه غلا کړي وي.