1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د ټپي شويو عسکرو انتقال

۱۳۸۶ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

په کندوز کې څلور ټپي شوی آلماني عسکر آلمان ته رانقل او د کوبلنس د ښار په عسکري روغتون کې بستر شوی دی.

https://p.dw.com/p/DKIo
په دغه پيښه کښې ۱۳ ملکي خلک ټپي شوی دی
په دغه پيښه کښې ۱۳ ملکي خلک ټپي شوی دیانځور: AP

آلمان اوسمهال په افغانستان کې تر دريو زور زيات عسکر لري او د دوزره دوهم کال راهېسی تر اوسه په افغانستان کې يوويشت آلماني عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغې پېښې سره په افغانستان کې د آلماني عسکرو په هکله اوس بل فکر کېږی.
د مخه به ويل کېدل د افغانستان په شمالي ولايتونو کښې په ښه ډول سره امنيت شته او آلماني عسکرو ته به کومه پېښه ونشی، دغه تصور به په راتلونکې کې نه وی.