1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د يوه آلماني تروريست لخوا د بريد ګواښ سوی

۱۳۸۷ آبان ۱, چهارشنبه

تيره ورځ د جرمني مطبوعاتو يو څو ثانيي ويډيويي فملم وښودی چي يو ځوان المانی د ترورستانو سره د بريد کولو د تمرين په وخت کي ښيي

https://p.dw.com/p/Feqw
شل کلن المانی ځوان چي خپل نوم عبدالغفار ال الماني معرفي کوي تيره ورځ په يوه ويډيو کي راڅرګند سو
شل کلن المانی ځوان چي خپل نوم عبدالغفار ال الماني معرفي کوي تيره ورځ په يوه ويډيو کي راڅرګند سوانځور: picture-alliance / dpa

داسلاميانوداينترنيټپاڼي دفارقه علامي له موسيقۍسره، دغه 6 دقيقه ايزه ويد يو پيل کيږي. پدي ويد يو يي فلم کي ايريک براينينګر ليدل کيږی دويد يو په فلم کي دی په يوه وچي او غرنۍ سيمه کي ليدل کيږي همدغه ډول دده ځني عکسونه ښودل کيږي چي دنورو جګړه مارانو ترمنځ يې ښيي.دده پيغام دادی چي دي لکه هسي چي داستخباراتو اود څيړونکو چارواکو لخوايي ادعا کيږي په الما ن کي ندي،ددي لپاره دحکومت لخوا پده پسي لټه بي معني ده، د المان حکو مت اومطبوعات دناکراريو دراپارولو لپاره دده له نامه څخه استفاده کوي.کوم چي دنوروترڅنګ پدې پسي دلټي لپاره چاپ شوي دي، دمرکزي جنايي دفتر پلاکات اوهم دغه ډول د المان دمطبوعاتو لخوا خپاره سوي عکسونه اوپاڼي په فلم کي ښودلي کيږي .

براينينګروايي:«زه په افغانستان کي يم ، اوزه خپله شخصاً پر المان باندي دګوزار طرحه نلرم که سړی د المان دمطبوعاتو رپوټونه تعقيب کړي دستي سړي پو هيږي چي د المان ولس دسياست لخوا ړنديږي.»

براينينګر دغه غلط طرز فکر په افغانستان کي دالماني عسکرو په ګمارلو کي هم ويني. دي په افغانستان کي ددغوعسکرو ګمارلو ته څوڅو ځلي پاملرنه وراړوی دويډيو په بيلو بيلو عکسونوکي سړي په بهرنيو هيوادونو کي الماني عسکر ليدلي شي .

دده منطق ټولوته ښکاره دي، دي وايي:«که المان خپل پوځ وباسي په هغه صورت کي په المان کي د اسلاميانو ګوزا رونه نه کيږي. داخبره براينينګر څو ثاني وروسته له هغه چي وايي چي دي خپله په المان باندي دګوزار طرحه نلري کوي».

براينينګر زياتوي:«خطر پخپله د المانيانولخوا دوي ته متوجه دي.ځکه چي خپل عسکريي په افغانستان اوازبکستان کي ځای پر ځای کړی دی.ترهغو پوري چي داوضعه دوام وکړي المان بايد دګوزارونودکيدو انتظارولري.خوکه دوي خپل عسکر راوباسي او په هغي جګړي کي چي امريکايانو پيل کړې ده ځان شريک نکړي په هغه صورت کي به المان داسلاميانو دګوذارونو هدف ونګرځي.»په مجموعي ډول براينين ګر په دي ويډيو کي په ليدونکي باندي عجيبه اغيزه کوي .دده خبر ي سمي سړي يوازي څوشيبي اوريداي شي.

عموما دده دخبرو په وخت کي نور عکسونه ښودل کيږي .دي ورو ورو اوله يوبل څخه بيلو کلمو له اداکولو سره غږيږي .داسي بريښي چي دي داخبري دکوم شي له مخي لولي، اوډيري وختونه کلمي ژويي.دسه شنبي دورځی له ماسپښينه راهيسي دتحقيقاتو اوڅيړنو چارواکی .اوکارپوهان داويډيويي فلم ارزوي.ددوي په زړونوکي ناکراري هغه پرله پسي عکسونه منځته راوړي چي دالمان ستر سياستوال ښيي چي دهغو په ډله کي لمړۍ وزيره مرکل، دبهرنيو چارو وزیر شتاين مایر، دننه دچارو وزير ښويبله اودکابيني ځني نور غړي شاملدي.

په ويد يوکي ديادوشويو وختونو له مخي سړي پو هيږي چي داويډيو له څلورو اونيو څخه زيادتره زړه نده.په هغه باندي دلسم داکتوبر نيټه وهل شويده.خوپه تيره بيا دويد یو وروستۍ دقيیقه دڅيړونکو دسر خوږي سبب کيږي په هغو کي سړي براينينګر په ولاړو عکسونوکي پرته لدي چي مخ پټ کړي ويني.دغه فلم لکه دده وصيت غوندی ښکاری نور په ويد يو کي څه شي نه ويل کيږي يوازي جنګي بدلي اوريدل کيږي.اوپه ضمن کي دبراينينګرچي دالمان داتحادي جمهوريت په زارلند کی زيږيدلي دي يو عکس ښودل کيږي.دتحقيقاتو دفترته داويد يو نوي معلومات ورکوی، همدا لږي ورځي پخوا دالمان مرکزی اوايالتي پوليسوپه براينين ګرپسي لټه يو ځه کمه کړي وه.