آلمان ته د نویو مهاجرو شمیر کم شوی خو د پناه غوښتنه ډېره شوې
په ۲۰۱۶م کال کې آلمان ته د نویو مهاجرو په راتګ کې د پام وړ کمښت راغلی، خو د سیاسي پناه غوښتني شمیر بيا تر ۲۰۱۵م کال ۵۶ سلنه لوړ شوی دی. انځوريز راپور ئې دلته کتلای سئ.
په ۲۰۱۶م کال کې پناه غوښتنه
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي ادارې د معلومات پراساس د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۷۲۲،۳۷۰ نوي غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دغه شمیر د تیر میلادي کال په پرتله ۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د تیر کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۴۴۱،۸۹۹ کسانو د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنه کړې وه.
د دوهم ځل پناه غوښتنې په شمیر کې ۳۳،۳ سلنه کمښت
په دوهم ځل پناه غوښتنه کې د پام وړ يعنی ۳۳،۳ سلنه کمښت راغلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د دوهم ځال پناه غوښتونکو شمیر۳۴،۷۵۰ کسان وو او دغه شمیر بیا په ۲۰۱۶م کال کې ۲۳،۱۷۵ کسانو ته راکښته شوی دی.
د پناه غوښتونو په شمیر کې ۵۶ سلنه زیاتوالی
په ۲۰۱۶م کال کې د نویو پناه غوښتني او د دوهم ځل پناه غوښتني مجموعي شمیر ۷۴۵،۴۵۴ کسانو ته رسیږي. په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمیر ۴۷۶،۶۴۹ کسان وو. په دې ترتیب سره د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخي د پناه غوښتنې په شمیر کې د تیر کال په پرتله ۵۴،۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د سوریې، افغانستان او عراق پناه غوښتونکي
د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني فدرالي ادارې د رپوټ پراساس د منځني ختیځ له جنګ ځپلو هیوادونو څخه تولټال ۲۶۶،۲۵۰ «۳۶،۹سلنه» نوي د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي. د افغانانو شمیر ۱۲۷،۰۱۲ «۱۷،۶سلنه» ته رسیږي چې دویم ځای لري او ورپسې د عراق کډوال دي چې شمیر یې ۹۶،۱۱۶ «۱۳،۳سنله» کسان ښول شوي.
نور مهم هیوادونه
د ایراني وګړو د پناه غوښتنلیکونو شمیر ۲۶،۴۲۶ ښول شوي چې ۳.۷ سلنه دي. د ایریتیریا د غوښتنلیکونو شمیر ۱۸،۸۵۴ «۲.۶ سلنه»، البانیا ۱۴،۸۵۳ «۲،۱ سلنه»، پاکستان ۱۴،۴۸۴ «۲ سلنه»، نایجیریا ۱۲،۷۰۹ کسانو «۱.۸سلنه»، په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
ځوانان د پناه غوښتونکو په ډله کې لومړی ځای لري
په ۲۰۱۶م کال کې کابو د دریمه برخه پناه غوښتونکو سن تر۳۰ کلونو ټیټ ښول شوی دی. د ۱۸ او ۲۵ کلنو ترمنځ کسانو شمیر ۱۹۶،۸۵۳ دی چې د ټولو پناه غوښتنلیکونو ۲۳،۵ سلنه ده او په دې ډول سره تر ټولو ستره ډله کسان دي. د ماشومانو چې عمرونه یې د ۴ کلونو څخه کم وی شمیر ۷۸،۱۹۲ دی چې ۱۰،۸ سلنه کيږي.
په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۷۰۰ زره غوښتنلیکونه څیړل او فیصله شوي
د آلمان چارواکو په ۲۰۱۶م کال کې له ټولو ۶۹۵،۷۳۳ کسانو څخه ۴۳۳،۹۲۰ کسانو ته په دې هیواد کې د اوسیدو اجازه ورکړې او د هغوی د پناه غوښتني ته یې مثبت ځواب ورکړی دی.
د مهاجرو پر مرکزونو بريدونه
د آلمان د جنايي جرمونو ادارې خبر ورکړی چې د ۲۰۱۶م کال په اوږدو کې د مهاجرو د اوسیدو پر مرکزونو د قصدي او نفرتي جرمونو په ګډون شاوخوا ۹۰۰ بریدونه شوي دي. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۵م کال کې ۱۰۳۱ پیښې ښوول شوي دي.