1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د نویو راتلونکو مهاجرو شمیر رالویدلی

۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په وروستیو درو میاشتو کې آلمان ته د رسیدلو کډوالو په اړه ارقام وړاندې کړل چې د تیر کال همدې مودې په پرتله زیاتوالي ښي خو په روان کال کې بیا هره میاشت د کډوالو شمیر رالویدلی دي.

https://p.dw.com/p/1ISB9
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

په وروستیو درو میاشتو کې د راغلو مهاجرو تقریبا نیمايي په جنوري میاشت کې آلمان ته رسیدلي دي چې په مارچ میاشت کې دغه هیواد ته د راغلو کډوالو په پرتله یې شمیر څلور برابراه زیات دی.

د جمعې په ورځ وړاندې شوي ارقام ښيي چې د مهاجرو پر مخ د بالکان هیوادونو لارې بندیدو آلمان ته د رسیدونکو کډوالو شمیر راټیت کړی دی. دغه لار د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د یوه تړون په پایله کې وتړل شوه.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، په برلین کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې ۱۷۳۷۰۷ تنه د کډوالو په کمپونو کې ثبت شوي دي.

خو کله چې د روان کال لومړی درې میاشتې سره پرتله شي، نو ښيي چې هره میاشت د تیرې په پرتله د راغلو کډوالو شمیر لویدلی دی. د جمعې په ورځ اعلام شوي ارقام ښيي چې په جنوري میاشت کې ۹۱۶۷۱ تنه، په فبرورۍ میاشت کې ۶۱۴۲۸ تنه او په مارچ یا تیره میاشت کې ۲۰۶۰۸ تنه مهاجر آلمان ته رسیدلي دي.

دیمزیر وویل: «د پناه غوښتنلیکونو شمیر لوړ شوی دی خو آلمان ته د نویو رسیدونکو کسانو شمیر بیا لویدلی.» 

د آلمان د کورنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړه چې اوس په ورځ کې له ۲۰۰ تنو څخه لږ کسان د اتریش له لارې آلمان ته داخلیږي چې دغه کموالی د بالکان هیوادونو د پولو له بندیدو سره رامنځ ته شوی. هغه زیاته کړه چې تمه نه لري چې له دې وروسته د کال په اوږدو کې دې د مهاجرو شمیر زیات شي.

 د کال په لمړیو درو میاشتو کې د پناغوښتونکو رسمي درخواستونه تر ۱۸۱۴۰۵ پورې رسیدلي دي، چې له دغه شمیر مهاجرو څخه له نیمايي زیات یې د سورېې هیواد دي. دغه شمیر د تیر کال همدې مودې څخه دوه برابره لوړ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب