1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر نامعلوم وخته پر خپلو سرحدونو کنترول زیاتوي

۱۳۹۴ بهمن ۲, جمعه

د آلمان د کورنیو چارو وزير وايي چي غواړي دغه هیواد ته د راتلونکو مهاجرو شمیر د کمښت په موخه، پر خپلو سرحدونو کنترول لا زیات کړي. هغه ويلي دي چي دغه کنترول کيدای شي حتی تر دوو کلونو پوري وغځول شي.

https://p.dw.com/p/1HhsT
انځور: Getty Images/J. Simon

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس ديميزير وايي، په ۲۰۱۵م کال کې تر يو میلیونو ډېرو مهاجرو په دغه هيواد کې د پناه غوښتونکي شوي دي، خو د هیواد وضعیت ته په کتو سره يې نشي کولای چې په ۲۰۱۶م کال کې هم ډيرو مهاجرو ته مخه ورکړي.

ديميزير له ام ډي آر رسنۍ سره په خبرو کي وويل: «ما په اګست میاشت کې اعلان وکړ، چې امکان لري آلمان ته شاوخوا ۸۰۰ زره مهاجر راشي، خو له دي خبري څخه افغانانو داسي اخيسته وکړل، چې ګواکي آلمان ۸۰۰ زره مهاجر مني.»

هغه زياته کړه: «کله چې زه د کډوالو شمېر د کمښت په باب خبري کوم، دا په دقیقه توګه په دې مانا ده چې دا به د تیر کال په پرتله ډېر لږ وي.»

د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې حکومت به تر یو نامعلوم وخته پورې خپل سرحدونه ټينگ وڅاري او هر مهاجر چې د آلمان خاوري ته راداخليږي، د دغه هیواد د مسئولو چارواکو له خوا به راجستر کیږي.

ديميزير خبریالانو ته وویل: «موږ به هغه کسان چې د داخلیدو معتبر اسناد په لاس کې نلري او هغه چې په آلمان کې د پناه غوښتنه نه وکړي، بیرته واستوو.»

هغه وويل آلمان ته په جنورۍ میاشت کې په ورځ کې په اوسط ډول، ۲۰۰۰ مهاجر راغلي دي، خو په کار ده چې دغه شمیر تر ډیره حده راښکته کړل شي. ديميزير همدا راز وویل، چې د آلمان حکومت د اروپا په کچه په دې لټه کې دی، چې د امکان تر حده پورې دغو ستونزو ته د حل لاري چارې ولټوي، چې په هغو کې د اروپا د بهرنيو سرحدونو د امنیت ساتنه، له ترکیې سره خبري اتري او له گواښ سره مخامخ سیمو ته د بېړنيو مرستو برابرول شامل دي.

پر ميرکل فشارونه

په ورته وخت کې د آلمان پر صدراعظمي انګیلا میرکل باندي د خپل گوند (مسيحي ديموکرات اتحاد) له خوا د مهاجرو شمېر د کمښت په برخه کې فشارونه ډېر شوي دي. د ميرکل د گوند غړی او د زاکسن ایالت مشر ستانیسلاو تیلیش ټینګار کوي، چې آلمان دې د مهاجرو د منلو په شمېر کې کمښت راولي.

هغه د آلمان له دويتچلاند فونک راډيو سره په خبرو کي وويل «دا طبیعي خبره ده چې موږ بايد، خپل هیواد له بحران څخه وژغورو». هغه وویل: «موږ د دغو خلکو د خوندي ساتلو له پاره نه یوازې د خپل توان تر حده، بلکه تر هغه مو لا زیات اقدامات ترسره کړي دي».

تیلیش مهاجرو ته د کمپونو له جوړویدو؛ لکه یو چې په دې وروستیو کې په اتريش کې جوړ شوي او همدا راز د مهاجرو په برخه کې د ملي لاروچارو د موندلو په باب، د شوي وړاندیز ملاتړ اعلان کړ.

په ۲۰۱۵م کال کې نژدې یو میلیون مهاجر آلمان ته راغلل. د آلمان اوسیدونکو په سر کې د مهاجرو تود هرکلی وکړ، خو د نوي کال په شپه د دغه هیواد په کولن ښار کې د نجونو تر جنسي زهيروني وروسته د ځينو آلمانانو فکر د مهاجرو په اړه بدلون موندلی.