1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان بيا يوه ډله رد شوي افغان مهاجر اخراج کړل

۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان د دوسلدورف ښار له هوايي ډګر څخه نن سه شنبه په ځای وخت شاوخو ۷ بجې او ۴۰ دقيقې، لږ تر لږه ۱۲ تنه ردشوي افغان مهاجرپه ډليزه توګه په يوه طياره کې افغانستان ته اخراج کړل شول. آلمان غواړي مجرم افغانان اخراج کړي.

https://p.dw.com/p/2jpnA
Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان د دوسلدورف ښار له هوايي ډګر څخه نن سه شنبه ( ۲۰۱۷ کال سپتمبر ۱۲مه) په ځای وخت شاوخو ۷ بجې او ۴۰ دقيقې، لږ تر لږه ۱۲ تنه ردشوي افغان مهاجرپه ډليزه توګه په يوه طياره کې افغانستان ته اخراج کړل شول.

که څه هم آلمان حکومت، کابل کې د دغه هيواد سفارت مخته د روان کال د می مياشتې په ۳۱ نيټه د موټربم پيښې وروسته، چې شاوخوا ۱۵۰ تنه په کې ووژل شول او د آلمان سفارت هم په کې زيانمن شو، افغانستان ته د ردشويو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ په موقتي توګه ودروله، خو تيره مياشت د آلمان د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د يو محدود چوکاټ له مخې به د ځينو افغان مهاجرو اخراج ترسره شي.

آلمان د کابل د می مياشتي تروريستي پيښې وروسته وپتيله چې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه له سره کتنه وکړي له همدې امله يې د افغانانو د اخراج لړۍ تر نامعلوم وخته وځنډوله.

د آلمان دولت د توافق له مخې، هغه افغان مهاجر چې په آلمان کې مجرم پيژاندل شوي وي، د دغه هيواد امنيت لپاره خطرناک وي او هغه چې نه غواړي خپل هويت په اړه معلومات ورکړي، له آلمان څخه به اخراجيږي.

د سه شنبې پر مازديګر د اخراجيدونکو افغانانو تر پرواز دمخه، د دوسلدورف ښار هوايي ډګړ په ترمينل کې د افغانانو په ګډون د آلمان د يو شمير بشري سازمانونو څخه په لسونو کسان راټول شوي ول او د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد يې مظاهره وکړه.

Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

مظاهره کونکو په لاسونو کې پلاکاټونه ليږدول چې پر هغو « اخراج بند کړې، افغانستان امن ندی» او دې ته ورته نور شعارونه ليکل شوي ول.

له مظاهره کونکو څخه سيد امان الله رضايي دويچه ويله ته وويل: «مونږ دلته راغلي يو تر څو وشو کړای په خپل اعتراض سره د افغانانو د اخرج مخنيوی وکړو». رضايي وويل که اخراجيدونکي افغانان مجرم هم وي، بايد په آلمان کې ورته سزا ورکړل شي، نه په افغانستان کې ځکه د افغانستان په پرتله دلته ښه قانون پلې کيږي.

يو بل افغان مظاهره کونکي هدایت وويل: « ولې بايد افغانان ديپورت شي؟ د مجرم نوم هم ورباندې ږدي. چې دوي مجرم وي، نو ولې يې جرمونه نه په ډاکه کوي».

آلمان حکومت تيره مياشت په افغانستان کې د خپلو امنيتي څيړنو د نتايجو پر اساس اعلان وکړ چې په ځينو حالاتو کې به يو شمير رد شوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړل شي.

Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

آلمان کې د افغان مهاجرو د اخراج مسئلې تل بحثونه او جنجالونه له ځانه سره لرلي دي.

آلمان حکومت کابل کې د می مياشتې تر تروريستي پيښې مخکې هم په کراتو افغانستان ته د ردشويو افغان مهاجرو پر اخراج ټينګار کړی دی او دليل يې د دغه هيواد په ځينو برخو کې د نسبي امن شتون ښودلی چې پر وينا يې کولای شي داسي سيمو ته اخراج ترسره شي.

د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ سازمان «پرو ازول» د حکومت پر دغه دريځ تل نيوکې کړي او وايي چې افغانستان د اخراج لپاره مساعد هيواد ندی.

د دغې ادارې مشر ګونتر بورکهارت تيره اوونۍ، د افغان مهاجرو د بيا اخراج د نوي خبر تر خبريدو وروسته ويلي وو چې ګواګې هغوی ( د آلمان حکومت) ځکه غواړي له عمومي ټاکنو څخه د مخه په لږ فاصله کې دغه کار ترسره کړي، تر څو خلکو ته وښيي چې د اخراج پر مسئله يې لاهم تمرکز شته او په دې ترتيب د خلکو رايي ترلاسه کړي.

بورکهارت د رد شويو افغان مهاجرو اخراج خطرناک اقدام ګڼلی وو او زياته کړې وه چې « د آلمان حکومت غواړي خپل انتخاباتي کمپاينونه د انسانانو د سر په قيمت عملي کړي».

آلمان تر دې مخکې په مختلفو پروازونو کې هم شاوخوا سل تنه افغانان په ډلييزه توګه افغانستان ته اخراج کړي ول.