1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان بيا بدخشان ولايت ته لښکر لېږلی دئ

سيد رياض (afp, welt)۱۳۹۲ فروردین ۱۱, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزارت د افغانستان له بدخشان ولایت څخه تر راوتلو شپږ مياشتي وروسته يو وار بيا دغه ولايت ته خپل لښکر لېږلی دی. دوی بايد په دغه ولايت کي د افغان امنيتي ځواک ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/187PW
ARCHIV - Ein Soldat des deutschen ISAF-Kontingents patrouilliert in der Umgebung von Faisabad in Afghanistan (Archivfoto vom 05.10.2008). Die Bundeswehr ist nach Daten der Europäischen Verteidigungsagentur EDA weniger einsatzfähig und deutlich teurer als andere europäische Armeen. Während Deutschland nur 7000 Soldaten gleichzeitig ins Ausland schicken könne, seien es bei den Briten 22 000 und bei den Franzosen sogar 30 000, berichtet die «Wirtschaftswoche» unter Berufung auf die EDA. Foto: Maurizio Gambarini +++(c) dpa - Bildfunk+++
Afghanistan Deutschland ISAF Soldat in Faisabadانځور: picture alliance / dpa

د تيرکال په اکتوبر مياشت کي آلماني لښکرو د افغانستان د بدخشان ولايت په مرکز فيض آباد کي خپله پوځي اډه تخليه کړه. خو اوس د آلمان د دفاع وزارت يو وار بيا دغه ولايت ته لښکر لېږي.

د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو سیمه ییز قوماندان آلماني جنرال یورګ فولمېر د «ویلټ ام زونتاګ» په نوم ورځپاڼي سره په مرکه کي د ارتباطي صاحب منصبانو د لیږلو خبره کړې ده.

د تورن جنرال په وینا د دې لښکر د لېږلو موخه يې د افغاني ځواکونو ملاتړ دی. دغه آلماني جنرال په بدخشان ولايت کي امنیتي وضعيت جدي بللی دی.

فولمېر له دغي ورځپاڼي سره په خبرو کې ویلي دي: «په بدخشان ولایت کې اوسنی وضعیت د افغان امنیتي ځواکونو له پاره یوه ستونزه ده.» هغه زیاته کړې ده چې په دغه سیمه کې له بېلا بیلو ډلو سره نښتې رامنځ ته کیږي.

«ویلټ ام زونټاګ» نومې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې وړاندي لیکلي دي چې له تیرو څو ورځو راهیسي آلماني سرتېري په دنده ګومارل شوي دي. ویل کیږي چې په دغه سیمه کې اوږده موده وضعه آرامه وه.

د روان کال د مارچ میاشتې په سر کې یاغیانو په دغه سیمه کې د افغاني سرتیرو پر یوه قطعه باندي برید وکړ چې پکښې ۱۷ تنه سرتېري ووژل شول. پر دې سربېره یوه اوونۍ دمخه په دغه سیمه کې یو آلمانی مرستندوی کار کوونکی وتښتول شو، خو د افغان پولیسو له لوري روغ رمټ راخلاص کړای شو.

فولمېر وايي په دغه سيمه کي امنيتي حالت ځکه خراب سوی دی، چي دغه ولايت له تاجيکستان، چين او پاکستان سره سرحد لري. د هغه په خبره د افغانستان د بدخشان ولايت له لاري ډير قاچاق کيږي «کله چې افغان پولیس قانون او نظم پلي کوي، نو هغه کسان چې غیر قانوني چارو ته یې ضرر رسیږي، د ځایي امنیتي ځواکونو پر وړاندي فعالیتونه کوي.»

د فولمېر د وینا له مخې په اساسي توګه افغان امنیتي ځواکونه په یوازي سر د دغه کار وس لري، «خو دا ځل هغوی د مرستې» غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې د بېلګې په توګه هغوی د څرخي او بې پیلوټه الوتکو ملاتړ ته اړتیا لري.په څرخي الوتکو کي د هغوی زخميان انتقالېدای شي.

د جنرال په خبره دغه آلماني سرتيري به په بدخشان ولايت کي د افغان او آيساف ځواکونو تر منځ مرستي همږغي کړي.