1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان به په افغانستان کې یوازې پاتې نه شي

مسعود جهش (کریستوف هیسلبخ، د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

د آلمان د دفاع وزیر وايي چې که د ناټو نور غړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل سرتیري و نه ساتي، نو آلمان به هم دغه کار و نه کړي. له بلې خوا د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا له کابل سره خپله ژمنه تازه کړې ده.

https://p.dw.com/p/18Lmj
ARCHIV - Bundeswehrsoldaten steigen am 22.12.2012 im Camp Marmal in Masar-i-Scharif in eine C160 Transall-Transportmaschine. Foto: Maurizio Gambarini/dpa (zu dpa «Regierung positioniert sich zu Afghanistan-Engagement nach 2014» vom 18.04.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Bundeswehreinsatz in Afghanistanانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیر، د چهار شنبې په ورځ له «Taz» نومې ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې آلمان د ناټو له غړو هیوادونو څخه غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیری وساتي. دیمزیر زیاته کړه چې تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې د ناټو د ټولو پاتې کیدونکو سرتیرو شمیر باید د مخکیني پلان له مخې د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ وي چې د افغان په پلازمینه، شمالي، سویلې او ختیځو برخو کې به میشت وي.

Thomas de Maiziere auf dem Weg nach Afghanistan
د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمزیرانځور: picture-alliance/dpa

دیمزیر وویل چې که څه هم یو شمیر کسان استدلال کوي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د پاتې کیدونکو سرتیرو له پاره ټاکل شوی شمیر لوړ دی، خو د دیمزیر په خبره آلمان له دې نظر سره مخالف دی، او آن فکر کوي چې دغه شمیر لږ ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې آلمان اعلان کړی وو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې سرتیري وساتي. خو دیمزیر ټینگار وکړ چې که د ناټو نور غړي هم په ورته اقدام لاس پورې نه کړي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري و نه ساتي، نو آلمان به یوازینی هیواد نه وي چې په افغانستان کې به پاتې کیږي. د آلمان د دفاع وزیر وویل: «که امریکا متحده ایالات، ایټالیا او نور هیوادونه له دې پلان څخه [په افغانستان کې له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ سرتیرو د ساتلو پلان] ځان لیري کړي، نو آلمان به هم دغه کار وکړي. موږ به یوازینی هیواد نه یو چې په افغانستان کې به پاتې کیږو.»

آلمان له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړه

د ناټو د غړو هیوادونو تر منځ په افغانستان کې د دې سازمان د راتلونکې روزنیز ماموریت په اړه د پام وړ اختلافات نه شته. پلان شوې ده چې ناټو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت پای ته ورسوي، خو دغه سازمان غواړي تر دې نیټې وروسته هم خپل یو شمیر سرتیري په دې هیواد کې وساتي. په افغانستان کې د ناټو دغه پاتې کیدونکي سرتیري به د افغان ځواکونو په روزنه، هغوی ته د مشرو په ورکولو او له هغوی څخه په ملاتړ کولو بوخت وي.

NATO Außenminister Treffen 23.04.2013
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویلهانځور: Reuters

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې ناټو نه غواړي افغانستان یوازې پریږدي، ترڅو په دې هیواد کې د قدرت یوه خلا رامنځ ته شي. د ویسترویله په خبره دا به نو په دې معنی وي چې د ترهگرو له پاره به یو نوی پټنځای جوړ شي. ویسترویله وویل چې آلمان د ناټو لومړی غړی هیواد دی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې په افغانستان کې د خپلو پاتې کیدونکو سرتیرو شمیر اعلان کړی او په دې ترتیب سره یې یو ځل بیا له دې هیواد سره خپله ژمنه ښوولې ده.

ویسترویله ټینگار وکړ چې د آلمان دغه پریکړه پر نورو هیوادونو باندې د فشار اچولو په موخه نه ده اعلان شوې، بلکې د دغه آلمان سیاستوال په حواله «دا مهمه خبره ده چې نور هیوادونه په دې پوه شي چې آلمان په افغانستان کې د کومو کارونو د کولو له پاره چمتو ده، ترڅو هغوی هم پر خپلو ممکنه وړاندیزونو باندې غور وکړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د ناټو په غونډه کې له آلمان څخه د دې هیواد د وروستۍ پریکړې له کبله مننه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د هالند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد به یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پریښودو په اړه تر هغه وروسته خپله پریکړه اعلان کړي، چې په دې اړه د امریکا وروستۍ فیصله روښانه شي. د هالند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ناټو د نورو هیوادونو له پاره په افغانستان کې د خپلو د پوځي روزونکو د پریښودو په اړه پریکړه ښایي څو میاشتې وخت ونیسي.

Belgium's Foreign Minister Didier Reynders (L), his Turkish counterpart Ahmet Davutoglu (C) and U.S. Secretary of State John Kerry attend a NATO Foreign Ministers meeting at the Alliance's headquarters in Brussels April 23, 2013. REUTERS/Yves Herman (BELGIUM - Tags: POLITICS)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په بروکسل کې د ناټو د غونډې پر مهالانځور: Reuters

امریکا متحده ایالات چې په افغانستان کې تر بل هر هیواد ډیر سرتیري لري غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له دې هیواد څخه خپل ډیر شمیر سرتیري راوباسي. واشنگټن او کابل اوس پر یوه داسې دوه اړخیزه امنیتي تړون باندې کار کوي چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي ځواکونو شمیر، د هغوی مسوولیتونه او د فعالیتونو څرنگوالی روښانه شي. تر دې مخکې ویل شوي وو چې امریکا به په افغانستان کې خپل له ۳۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پورې سرتیري وساتي، خو د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي چې لا تراوس په دې اړه وروستی پریکړه نه ده شوې.

طالبان له دولت سره یوځای کیدای شي

د ناټو د بهرنیو چارو د وزرانو په غونډه کې د دې سازمان عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن، دغه امکان رد نه کړ چې طالبان کیدای شي په راتلونکې کې د افغانستان د سولې د بهیر له لارې د دغه هیواد په حکومت کې ښکیل شي. خو راسموسن د دې کار له پاره درې شرطونه وټاکل. د راسموسن په خبره لومړی شرط دا دی چې افغان حکومت باید ټولې چارې په لاس کې ولري. هغه د دویم شرط په توگه د ټولو اړخونو له خوا د افغانستان اساسي قانون ته درناوی یاد کړ او د وروستي شرط په توگه یې وویل چې که طالبان د سولې له بهیر سره یوځای کیدل غواړي نو باید له ترهگړو ډلو سره خپلې اړیکې قطع کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب