1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: بهرنيان ووهل او وټکول سول

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبه

د آلمان په کولون ښار کي څو خارجيان وهل سوي ټکول سوي دي. اټکل کيږي چي دغه پيښي د نوي کال د شپې د پيښو په غچ کي ښايي رامنځ ته سوي وي.

https://p.dw.com/p/1Hb8N
انځور: picture alliance/dpa/O. Berg

د تقريبا شلو نارينه ؤ يوې ډلې د آلمان د کولون ښار د اورګاډو په مرکزي تمځای کي پر شپږو پاکستانيانو حمله وکړه. د پوليسو په وينا د يکشنبې د ماخستن (د جنورۍ ۱۱مه نېټه) په دغه پيښه کي ياد کډوال سخت ووهل او وټکول سول. په وهل سوو کي دوه قربانيان دومره سخت ژوبل سوي چيٍ روغتون ته انتقال کړل سوي دي. داسي اټکل کيږي چي دغه پيښه به د نوي کال په شپه په ډليزه توګه د ګڼ شمېر ښځو د زهيرول کېدني دغچ اخيستلو په مقصد تر سره سوي وي.

له دغي پيښي څخه لږ وخت وروسته د پنځو نورو کسانو له خوا پر یو ۳۹ کلن سوريايي باندي بريد وسو او هغه ووهل او وټکول سو. پوليس په دې باب پلټني پېل کړي دي. دا چي په يوه شپه د رامنځ ته سوو دغو پيښو تر منځ به کوم تړاو موجود وي که نه، لا نه ده څرګنده. د پوليسو په وينا دوی د دغه امکان جاج هم اخلي.

د کولون ښار د «ایکسپرېس» ورځپاڼي د راپور له مخي د بدمعاشانو، راک ډلو غړو او د دروازه وانانو په فيسبوک پاڼه تماس سره نيولی ؤ او پر په کولون کي يې د سره يوځای کېدو وعده ايښې وه. د دغه ورځپاڼې د راپور له مخي دغو کسانو د «انسانانو د ښکار» اراده کړې وه. خو د پوليسو وياند د دغه خبر پخلی نه دی کړی. دا چي ایا د وهلو ټکولو دغه پيښي د خارجيانو ضد شاليد لري که نه، د پوليسو د وياند په وينا لا نه ده څرګنده. زياته سوې چي پوليس د دغه امکان پلټني کوي.

ويل سوي چي د يکشنبې په مازيګر لا داسي معلومات ورکول سوي ول چي «د څو کسانو ډلې» په کولون کي د «پارونې په مقصد» راوتلي دي. له همدې کبله پوليس د ښار په مرکزي برخو کي د تيار سئ په حال کي ول. د پوليسو وياند ويلي دي چي هغوی څلور کسان د کنټرول پر وخت په مؤقتي توګه نيولي دي. دا لا نه ده څرګنده چي ايا نيول سوي کسان د خارجيانو د وهونکو ټکوونکو څخه دي که څنګه لا نه دي په ډاګه کړل سوي. د پوليسو په وينا د دغو پيښو په تړاو پوليسو ته دوې عريضې سوي دي.