آلمان بايد د آيساف له چوکاټ څخه خپل سل تنه سر تيري وباسي.
۱۳۸۶ تیر ۶, چهارشنبهاعلان
دآلمان د سوسيال ديموکرات گوند د پوځي چارو سلاکار د جرمني د Die Welt په نامه ورځپاڼي سره نن په يوه مرکه کې ويلي چې کچيري د آلمان د KSK په نامه هغه سل تنه خاص روزل سوي کوماند ويان د Enduring Freedom ياد دوامداري آزادۍ په نامه د امريکايانو تر قوماندې لاندي عمليات کوي بيرته راونه غوښتل سي نو د سوسيال ديموکرات گوند د وکيلانو لپاره به نوره کومه اند ېښنه نه وي ، چې په افغانستان کې د آلمان دهغو عسکرو د خدمت موده اوږده کړې چې اوس د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې دغه هيواد ته استول سوي دي.