1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او هندوستان د کابینې گډه غونډه وکړه

مسعود جهش (دفرانسې خبري آژانس، د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۲۲, پنجشنبه

آلمان او هندوستان د پنجشنې په ورځ د کابینې یوه گډه غونډه وکړه. تر دې مخکې په ۲۰۱۱ کال کې په نوي دهلي کې دې ته یوه ورته غونډه شوې وه. اوس د هندوستان صدراعظم او د هغه د کابینې یو شمیر وزیران په آلمان کې دي.

https://p.dw.com/p/18ECy
انځور: picture-alliance/dpa

د هندوستان صدراعظم منموهن سنګ، د چهارشنبې په ورځ آلمان ته ورسید. سنګ سره په دې سفر کې د هندوستان د کابینې یو شمیر وزیران هم مل دي. تمه کیږي چې له دې سفر سره به د هندوستان او آلمان تر منځ سوداګري اړیکې لا پسې پراخه شي. د آلمان صدراعظمې په خپله په برلین کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د خپل هندي سیال هرکلی کړی وو.

به دې سفر کې د هندوستان له صدراعظم سره د هغه ډیر شمیر وزیران او یو شمیر سوداگړ مل دي. د هندوستان د بهرنیو چار وزیر سلمان خورشید، له خپل آلماني سیال ګیدو ویستر ویله، سره په یوه ګد کنفرانس کې ویلي وو چې هندوستان له اروپايي ټولنې سره د یوې آزادې تجارتې سیمې پر رامنځ ته کیدو باندې ټینګار کوي.

آلمان په اروپا کې د هندوستان یو لوی سوداګري ملګری بلل کیږي. دغو دواړو هیوادونو په ۲۰۱۱ کال کې د ۲۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجارتي اړیکې لرلې.

تجارت د هندي پلاوي د سفر اصلي موضوع

په داسې حال کې چې آلمان غواړې د هندوستان په څیر لویو بازارونو کې پانگونه وکړي، هندوستان بیا غواړي چې د آلمان له تکنالوژي او تخصص څخه گټه پورته کړي.

آلمان او هندوستان پریکړه کړې وه چې په هرو دوو کلونو کې به یو وار د کابینې یوه گډه غونډه کوي. دغه ډول غونډه په ۲۰۱۱ کال کې هم په نوي دهلي جوړه شوې وه. آلمان دغه شان اړیکې یوازې له ځینو اروپایي هیوادونو، اسرائیل او چین سره لري. تمه کیږي چې آلمان ته د هندي پلاوې د دې سفر په پای کې به دواړه هیوادونه له یو بل سره د همکارۍ یو شمیر سندونه لاسلیک کړي.