1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او فرانسې د کډوالو منلو ته چمتووالی ښوولی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ تیر ۱۹, جمعه

آلمان او فرانسې په داوطلبانه توگه موافقه کړې چې ۲۱۰۰۰ کډوال ومني، تر څو له اروپایي ټولنې سره چې د مدیترانې د سمندرگي له لارې راغلو کډوالو د کړکیچ سره مخامخ ده مرسته وکړي. نور اروپایي هیوادونه کوم توافق ته نه دي رسیدلي.

https://p.dw.com/p/1FwDf
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/O. Panagiotou

د آلمان او فرانسې د ژمنو سره سره، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جولای ۹مه) لوکزامبورگ کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو غونډه بریالۍ نه وه چې د ۴۰۰۰۰ کډوالو د ویش هدف ته ورسیږي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر او د هغه فرانسوي سیال برنار کازنوف، په دغه غونډه کې اعلان وکړ چې آلمان به ۱۲۱۰۰ او فرانسه به ۹۱۰۰ کډوال ومني.

خلک له شمالي افریقا او منځني ختیځ څخه د جگړو او بې وزلۍ له کبله تښتي او د اروپایي ټولنې په هیوادونو کې د پناه په لټه کې وي. د دغو کسانو زیاتره برخه د یونان او ایټالیې ساحلونو ته رسیږي یا هم په سمندر کې تر ژغورل کیدو وروسته دغو هیوادونو ته وروستل کیږي. اوسمهال د سوریې او اریتریا سره تړاو درلودونکي شا او خوا ۴۰ زره کډوال په ایټالیې او یونان کې په کمپونو کې میشت دي او همداشان ۲۰۰۰۰ تنه د اروپایي ټولنې د باندې هیوادونو کې دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې تیر کال له جگړې او کړکیچ ځپلو سیمو څخه د کډه شوو کسانو شمیر کابو ۶۰ میلیونه کسانو ته رسیږي، چې بې ساری لوړ شمیر دی. د دغو کسانو کابو نیمایي برخه ماشومان دي. یوازې د روان میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه شا او خوا ۸۰ زره کډوال ایټالیې ته رسیدلي.

تر دې دمخه د اروپایي ټولنې کمېسیون د یوې الزامي سهمیې وړاندیز وکړ، تر څو کډوال د اروپایي ټولنې پر غړو هیوادونو وویشل شي، خو د اروپايي ټولنې ډیرو مشرانو دغه وړاندیز رد کړ.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر په لوکزامبورگ کې وویل: «ځیني هیوادونه غواړي چې یوازې په راتلونکي ورځو کې ژمنې وکړي او د یو شمیر نورو سره موږ لا بايد چې بحثونه وکړو.»

د لوکزامبورگ د بهرنیو چارو وزیر ږان اسلبورن، دا خبره تائید کړې ده چې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیران غواړي چې د جولاي په ۲۰مه نیټه بیا سره غونډه وکړي.

د مسوولیت شریکول

د کډوالو د ورتگ له هجوم سره مخامخ لومړني هیوادونه لکه ایټالیا، یونان او مالتا له ډیر وخت راهیسې دا غوښتنه کوي چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه باید کډوالو ته د رسیدگۍ په برخه کې په گډه مسوولیت ته اوږه ورکړي.

په ۲۰۱۴م کال کې ۲۱۹ زرو کډوالو د مدیترانې د سمندرگې له لارې ځانونه د اروپا سواحلو ته رسولي دي چې زیاتره کډوال له اریتریا، سومالیا او سوریې سره تړاو لري. د روان میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه ۱۰۰ زرو کسانو پر دغه خطرناکه لار مزل کړی او شا او خوا ۲۰۰۰ کسان د دغه سفر پر مهال یا مړه شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

اروپایي ټولنه د انساني قاچاق وړونکو پر ضد اقداماتو کې د ملگرو ملتونو د ملاتړ د تر لاسه کولو په هڅه کې ده. دغه قاچاقبران په لیبیا کې د واکمن خراب وضعیت څخه گټه اخلي او د سمندر له لارې کډوال په زړو کښتیو کې د اروپا پر لور لیږي.