1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او الجزايرغواړي اقتصادي روابط تينګ کړي

۱۳۸۷ تیر ۲۸, جمعه

دا د انگيلا ميرکل لپاره د نړۍ د جنوبي سيمي د چارو يوه اونۍ وه. لومړی په پاريس کي د مديترانې د ټولني په لومړۍ غونډه کي وغوښتل، چي د جنوبي سيمو سره همکاري لا ټينګه کړي.او بيا درې ورځي وروسته لومړۍ وزيره په الجزاير کي وه.

https://p.dw.com/p/Eehd
ميرمن انگيلا ميرکل او د الجزاير جمهور رييس بوتفلیقه
ميرمن انگيلا ميرکل او د الجزاير جمهور رييس بوتفلیقهانځور: AP

په حکومتي کړيو کي دا يو زماني تصادف بلل کيږي.دغه سفرلا ډير وخت دمخه داسي پلان سوی و. خو سره له دې دغه سفر لومړۍ وزيري ته بيا هم بې موقع نه وو هغې وويل:«رښتيا هم داسي وه چي ما په ټينګار سره د دې لپاره هڅي وکړې چي د اروپايي ټولني ټول غړي هيوادونه وکولای سي د مديترانې په دغه ټولنه کي برخه واخلي. او ما تل يو ملاتړکوونکی په خپل څنګ کي درلودی، او هغه جمهوررييس بوتفليقه وو.»

د الجزاير او آلمان جمهوررييسان کويله او بوتفليقه
د الجزاير او آلمان جمهوررييسان کويله او بوتفليقهانځور: AP

ښايي چي د فرانسې جمهور رييس د دغو کلمو په ويلو خوښ نه سي. ځکه چي د مديترانې د ټولني د جوړيدو لپاره يي بايد ډيره موده د آلمان د موافقې لپاره هڅي کړي وای. او دغه راز د عبدالعزيز بوتفليقه د قناعت ورکولو لپاره. اوس آلمان د فرانسې په پخوانۍ باغچه کي چکر وهي. او الجزايريان له دې سببه خوښي هم کوي.

اوس مهال الجزاير يوازي د خپل تيلو او ګازو له عوايدو څخه ژوند کوي. که څه هم د هغه هيواد د ولس ډيره برخه بيوزلي او د بيکاريو کچه ډيره لوړه ده. د دولت خزانه ډکه ده. دهغه هيواد داسعارو زيرمي سلو ملياردو ډالرو ته رسيږي.جمهوررييس بوتفليقه غواړي چي دغه پيسې د بنسټيزو تاسيساتو لپاره ولګوي. لکه اوتوبانونو، د ګاډيو د پټليواو په کور جوړولو کي. په پام کي دي چي یو کمېسيون چي په هغه کي د آلمان او الجزاير د صنايعو او حکومت استازي ناست وي په نږدې راتلونکي کي جوړ سي.