1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو له پاره نوی قانون جوړیږي

ستار جهش/ آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

د فوکس په نامه آلماني مجلې سره د خبرو پر مهال د آلمان د مهاجرو د کړکیچ تنظیمونکي وویل چې آلمان او اتریش په اروپا کې د پناه غوښتنې پر یو نوي قانون په ګډه کار کوي.

https://p.dw.com/p/1HQgN
Österreich Deutschland Flüchtlinge bei Passau
انځور: Reuters/M. Dalder

سږ کال په سلونه زره انسانانو چې په افغانستان، سوریې او نورو هیوادونو کې له جګړو څخه تښتي، ځانونه آلمان ته رسولي دي او ډیر شمیر یې د اتریش له لارې دې هیواد ته رسیدلي دي.

پیتر التمایر چې د صدراعظمې انګلا میرکل له خوا د مهاجرو د کړکیچ د تنظیم له پاره ګمارل شوی دی، د شنبې په ورځ (د دسامبر ۱۹مه نېټه) یې د یوې مرکې پر مهال وویل چې له جوزف استیرمایر سره یو ځاې کار کوي. استیرمایر په اتریش کې د هغې وزارت خانې وزیر دی چې د مهاجرو د کړکیچ د کابو کولو له پاره تګلارې جوړوي.

التمایر وویل: «موږ په دې اړه غږیږو چې داسې یو تګلاره به څه ډول پلي شي.»

هغه همداراز وویل چې له فرانسې، هالند او ځینو نورو هیوادونو سره یې په دې اړه اړیکه نیولې ده. د التمایر په وینا د مهاجرو د کړکیچ په اړه د خبرو له پاره لیوالتیا د تیرو کلونو پر پرتله اوسمهال ډیره ده.

«د مهاجرو عاجل مرکزونه»

د اروپایي اتحاديي د مهاجرو له پاره د آلمان او اتریش په دې نوې قانون کې «د مهاجرو عاجل مرکزونه» یو ډیر مهم رول لوبوي. په دې مرکزونو کې به ایتالیا او یونان ته رارسیدونکي مهاجر ارزول کیږي او هغه کسان چې په رښتیا هم پناه ته اړتیا لري هغوی به د اروپایي اتحاديي د «ویش تګلاري» پر اساس د دې اتحادیې غړي هیوادونو ته استول کیږي. د ویش تګلاره د اروپایي اتحادیې هغه تګلاره ده چې پر بنسټ یې مهاجر د دې اتحاديي پر غړي هیوادونو ویشل کیږي تر څو ټول غړي هیوادونو د مهاجرت د کړکیچ په حل کې ونډه واخلي.

اوسمهال د ۱۱ پلان شوي مرکزونو څخه یوازې دوه «د مهاجرو عاجل مرکزونه» فعالیت کوي.

کله چې له التمایر څخه پوښتنه وشوه چې د اروپایي اتحادیې د مهاجرو ګډ پلان به څنګه وي نو هغه وویل چې «د مهاجرو عاجل مرکزونه» کې به لومړنۍ پریکړه کیږي چې څوک پناه ته اړتیا لري او څوک یې نه لري.

هغه همداراز زیاته کړه: «هغه کسان چې [په عاجلو مرکزونو] کې مثبت ځواب تر لاسه کړي د یو فورمول له مخې به د اروپایي اتحادیي نورو غړو هیوادونو ته واستول شي او هلته یې بیا د پناه غوښتنلیک ارزول کیږي».

Peter Altmaier Chef des Bundeskanzleramt
پیتر التمایرانځور: Imago

آلمان ته د مهاجرو د راتګ لړۍ دوام لري

اټکل کیږي چې یوازې د روان مېلادي کال تر پای پوري به ته یو میلیون مهاجر ورسیږي. د آلمان حکومت په دې اند دی چې د اروپایي اتحادیې له پاره د پناه غوښتنې د یوې ګډې تګلارې په جوړولو سره او د دې اتحادیې پر پولو د امنیتي تدابیرو په ډیرولو سره کولی شي آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیره ټیټه کړي.

په اتریش کې د کوریر په نامه ورځپاڼې د دې میاشتې په پیل کې یو رپوټ خپور کړی ؤ چې په کې ویل شوي دي چې د دې هیواد عدلیه وزیر ولفګنګ برندستیتر په بروکسل کې د پناه غوښتنلیکونو د ارزونې له پاره د یوې ګډې تګلارې غوښتنه کړې وه. دا تګلاره به د هغو کسانو د پناه غوښتنلیکونو د ارزونې له پاره وکارول شي چې «د مهاجرو عاجل مرکزونه» کې او یا هم د اروپایي ټولني په بهرنیو مرکزونو کې د پناه غوښتنه کوي.

د ورځپاڼې د رپوټ پر حواله پر دې تګلارې کې د ځینو معیارونو وړاندیز شوی چې له مخې يې د پناه د غوښتنلیک اعتبار تثبیتیږي. همداراز په اروپایي اتحادیې کې پناه غوښتونکو ته د ننوتلو اجازه او همداراز د اتحادیي د غړیو هیوادونو له خوا په مالي چارو کې همکاري ته هم په دې وړاندیز کې اشاره شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل