1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغان ډاکټران روزي

مسعود جهش/ عبدالباري حکیم۱۳۹۱ اسفند ۵, شنبه

د آلمان فرایبورګ پوهنتون د افغانستان د بلخ ولایت له طب پوهنځي سره د اکاډمینکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به د بلخ د طب يوهنځي یو شمیر استادان او محصلین د آلماني ډاکټرانو له خوا وروزل شي.

https://p.dw.com/p/17khW
magnetic resonance tomography
Symbolbild Computertomographieانځور: picture alliance/chromorange

د بلخ پوهنتون د طب د پوهنځي رئيس پوهنیار فضل احمد باور، د شنبې په ورځ (د فبروري د میاشتې په ۲۳ نیټه) په فرایبورګ پوهنتون کې له خپل آلماني سیال سره د اکاډمیکو همکاریو د تړون تر لاسلیکولو یوه ورځ وروسته دویچه ویله ته وویل: «په رښتیا سره دا زموږ له پاره یوه ډیره تاریخي ورځ ده چې د بلخ د طب پوهنځی په دې وتوانید چې تر ۲۰ کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره له یوه داسي لوی پوهنتون سره د اکاډمیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي. تر دې مخکې هیڅ کوم هیواد هم له دغه پوهنځي څخه ملاتړ نه کاوه.»

د بلخ پوهنتون د افغانستان په کچه یو له لویو پوهنتونونو څخه دی چې یوازې د طب په پوهنځي کې یې ۸۵۰ تنه محصلین زده کړې کوي. دغه پوهنځي چې ۲۵ کاله مخکې تأسیس شوی دی تر اوسه پورې ۲۲۲۰ ځوان ډاکټران افغانستان ته وړاندې کړي دي.

اکادمیکې همکارۍ

د فرایبورګ د پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ادارې مشر پروفیسور میشایل ویرشینګ، د جمعې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې د بلخ له پوهنتون سره د ظرفیت جوړونې په برخه کې اکادمیکې مرستې وشي. هغه زیاته کړه: «زموږ د کار ثقل په دریو مهمو طبي برخو کې دی چې هغه ابتدایي طبابت یا په اصطلاح فامیلي طبابت، د ماشومانو د مړینې د مخنیوي طبابت او د رواني ناروغیو د درملنې طبابت دی.»

آلمان په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې دي. دغه هیواد اوس په افغانستان کې د ۴۵۰۰ تنو په شاوخوا کې سرتیري هم لري چې ډیر شمیر یې د افغانستان په شمال کې میشت دي. دا لومړۍ ځل نه دی چې آلمان په افغانستان کې د روغیتا له سکتور سره مرسته کوي. تر دې مخکې آلمانۍ موسسی GIZ په بلخ ولایت کې د جاپان او سویدن هیوادونو په مرسته د ۱۳ میلیونو ډالرو په ارزښت یو روغتون هم جوړ کړی وو. ښاغلي ویرشنګ وویل چې د دغې پروژې د مالي لګښتونو په برخه کې هم ښايي د GIZ موسسه او د آلمان د اکادمیکو تبادلو مرکزThe German Academic Exchange Service (DAAD) مرسته وکړي. د دغې پروژې په پیلیدو کې د آلمان په فرایبورګ ښار کې د میشتو افغانو ډاکترانو اتحادیې هم مهم نقش لوبولی دی.

د نوي تړون له مخې به هر کال افغان محصلین او د هغوی استادان د آلماني روزونکو لارښوونې تر لاسه کړي. ښاغلي باور وویل چې په دې ترڅ کې به هغه استادان او محصلین چې د آلماني ډاکترانو له خوا روزل کیږي، افغانستان ته تر ستنیدو وروسته له نورو محصلینو او استادانو سره هم اکادمیکې مرستې وکړي.

روزنیز پروګرامونه په کوم هیواد کې په لاره اچول کیږي؟

تر دې مخکې د فرایبورګ د پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ادارې مشر پروفیسور میشایل ویرشینګ، دویچه ویله ته ویلي وو چې لا تر اوسه پورې د روزنیزو پروګرامونو د ځای په اړه کومه وروستی پریکړه نه ده شوې. هغه زیاته کړې وه چې دغه روزنیز پروګرامونه کیدای شي په افغانستان او یا هم آلمان کې نه، بلکې په یوه دریم هیواد کې په لاره واچول شوي.

ویرشنګ ویلي وو: «دا چې افغان ډاکتران آلمان ته د زده کړو له پاره راوغواړو، ښایی ګټور تمام نه شي ځکه موږ اندیښنه لرو چی له دې سره ښایي د افغانستان روغتیایي خدمات کمزوري شي. له بلی خوا په اوسنی وخت کې د امنیتي ملوحظاتو له امله نه شو کولای چې آلماني طبي روزونکي هلته [افغانستان ته] واستوو.»

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی باور بیا وویل چې د جمعې د ورځې تر غونډې وروسته یې آلماني چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې په بلخ ولایت کې امنیت ټینګ دی او هغوی کولای شي چې پرته له کومې ستونز دې ولایت ته راشي. ښاغلي باور روښانه کړه چې روزنیر پروګرمونه به په آلمان او بلخ ولایت کې پر مخ ولاړ شي. باور وویل: «دوی [آلماني روزونکي] چمتو دي چې په راتلونکې میاشت کې یو پلاوی افغانستان ته واستوي. پر همدې خبره باندې موافقه شوې ده. دریم هیواد دلته مطرح نه دی.»

په ځینو مواردو کې داسې هم کیږي چې په روزنیز پروګرامونو کې د ګډون له پاره اروپايي هیوادونو ته ځیني دعوت شوي کسان بیرته افغانستان ته ستانه نه شي او په یوه اروپايي هیواد کې خپل ژوند ته دوام ورکړي. ښاغلي باور وویل چې د جمعې د ورځې په غونډه کې یې په دې اړه هم خبري کړې دي او د دغې ستونزې د مخنیوي له پاره یې ځینې میکانیزمونه هم په پام کې نیولې دي. هغه زیاته کړه: «موږ دغه خبره په پام کې لرو... ځیني میکانیزمونه او قوي تضمینونه په پام کې نیول شوي دي او موږ به یوازې هغه کسان آلمان ته راواستوو چې ورباندې پوره اعتماد ولرو. موږ په دې اړه کومه اندیښنه نه لرو.»

د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي مشر وویل چې دغه تړون د افغانستان له پاره په اوسني وضعیت کې ډیر اهمیت لري. هغه د افغانستان جګړې ته په اشاره کولو سره زیاته کړه چې په دې هیواد کې ډیر بنسټونه له منځه تللي دي او دغه شان پروګرامونه د هغوی په بیرته رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.