1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانستان ته په خپلو مرستو ژمن دی

۱۳۸۵ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

آلمان افغانستان ته د بيارغاونې دپاره د نورو مرستو ژمنه کړې ده. د آلمان د پرمختيايي چارو وزيرې ويچورک څويل د سه شنبې په روځ دې ته اشاره وکړه چې آلمان حتی د هېواد په ختيځ او جگړه ځپلي جنوب کې هم د پروژو مالي ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/DKAz
د آلمان د پرمختيايي چارو وزيره ويچورک څويل
د آلمان د پرمختيايي چارو وزيره ويچورک څويلانځور: AP
هغې زياته کړه چې »دا کار به په راتلونکي کې هم کوو« وروسته له دې چې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير رنگين سپنتا سره يې ليدلي وو. د آلمان 2800 عسکر د افغانستان په شمال او پلازمېنې کابل کې ځای په ځای دي. ځينې ټلوالي او ملگري هېوادونه د آلمان پر حکومت باندې دا نيوکه کوي چې دوی د افغانستان په جنوب کې په کافي توگه برخه نه اخلي. د افغانستان په اړه يوه نړيواله غونډه اوسمهال په برلين کې له افغانستان سره د مرستو په سر رابلل شوې ده. ويچورک څويل دا يادونه هم وکړه چې آلمان د افغانستان له دولت سره هر کال 80 مليونه يورو مرسته کوي. سپنتا زياته کړه چې د ده هېواد تر اوسه نړيولو مرستو ته اړ او سترگې په لار دی، خو د هېواد عمومي وضع هومره خرابه هم نه ده لکه چې همېشه ويل کېږي.