1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانستان ته نور عسکر لېږي

۱۳۹۴ آبان ۲۱, پنجشنبه

ناټو خو غوښتل چي په ۲۰۱۶م کال کي له افغانستانه خپل نور عسکر هم راوباسي. خو د طالبانو بيا پياوړتوب دوی دې ته اړ کړي چي پر خپلي پريکړي له سره غور وکړي. آلمان هم اوس دغه کار کوي.

https://p.dw.com/p/1H4KV
Von der Leyen zu Truppenbesuch in Afghanistan vom 23.07.2014
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان حکومت غواړي چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمېر تر هغه ډېر کړي چي ټاکل سوی وو. دوی ويلي دي چي ۱۳۰ عسکر به نور هم ولېږي. چي په دې سره به په افغانستان کي د آلماني عسکرو شمېر ۹۸۰ تنو ته ورسيږي.

د آلمان په پارلمان کي د سوسيال ديموکراتانو غړي راينر ارنولد، د «سترگي په وړاندي» بلوگ خبر تائيد کړ.

خو ويلي سوي دي چي د آلماني ځواکونو ماموريت به بدلون ونه مومي. دوی به په جگړه کي برخه نه اخلي او افغان امنيتي ځواک به روزي.

د اتحادي گوندونو له خوا هغه پيشنهاد چي له آلمانه ايستونکي افغان مهاجرو ته په افغانستان کي يو خوندي ځای جوړ سي او ساتنه دې آلماني عسکر وکړي، له اجندا استل سوی دئ.

د آلمان د «شپيگل انلاين» د معلوماتو له مخي د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به د دغه هيواد کابينه په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموريت په اړه پريکړه وکړي او تر هغه وروسته پارلمان ته وړاندي کيږي.

Letzte deutsche Soldaten aus Kundus abgezogen
انځور: picture-alliance/dpa/Bundeswehr//PAO RC N

د شپېگل په حواله، آلماني عسکر به تر ټاکلي وخت زیات د افغانستان په شمال کي پاته سي. ويل سوي دي چي په مزارشريف کي به د افغان امنيتي ځواک روزنه د ۲۰۱۶م کال تر پايه پوري دوام وکاندي.

د آلمان د دفاع وزيري اورزولا فون درلاين د چهارشنبې په ورځ ماښام د دغه هیواد د ملي اردو د جوړېدو د۶۰ کليزي په غونډه کي وويل: «آلمان بايد د افغانستان په ماموريت کي ثابته کړي چي د اعتماد وړتيا لري.»

هغې زياته کړه: «څو ورځي وروسته به د ۲۰ هيوادونو استازي برلين ته راسي چي زموږ سره په گډه په افغانستان کي د کړو وړو په اړه بحث وکړي.» خو هغې په دغه غونډه کي د افغانستان د نوي ماموريت په اړه څه نه وويل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب