1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ پوځ د اوږدې مودې له پاره په افغانستان کې پاتیږي

آژانسونه۱۳۹۵ شهریور ۲۷, شنبه

د آلمان د دفاع وزارت په افغانستان کې د یوه اوږده پوځي ماموریت خبره کړې. د دفاع وزیرې ویلي چې ځواکونه یې په یوازې سر افغانستان ته نه دي تللي او تر هغه وخته پورې چې وضعیت ښه شوی نه وي، له دې هیواده یوازې نه راوځي.

https://p.dw.com/p/1K43M
Afghanistan Kabul Bundeswehr Soldat Konvoi 60 Jahre Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/M.Gambarini

د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، له «فونکه» سره په یوې مرکه کې ویلي دي چې آلماني ځواکونه په افغانستان یوه اوږده ماموریت ته چمتوالی لري.

هغې وویل چې په افغانستان کې د اوږدې مودې له پاره د خپلو ځواکونو پر پاتې کیدو باندې حساب کوي. هغې زیاته کړه: «موږ باید په ګډه د یوې اوږدې مودې له پاره هلته پاتې شو.»

دغې آلمانۍ وزیرې وویل چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ماموریت د دې هیواد د وضعیت له ښه کیدو سره تړلې خبره ده. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ماموریت په هغه صورت کې کامیابیدای شي چې ایتلافي ځواکونه سره یوځای پاتې شي او دا چې آلمانیان به په یوازیتوب د افغانستان ماموریت پر مخ یو نه سي: «آلمان په یوازې سر افغانستان ته نه دی تللی او یوازې به له هغه ځایه بهر نه شي.»

هغې په افغانستان کې د ځینو «هیله بخښونکو» بدلونو یادونه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې اوس هم په دې هیواد کې «بې نظمۍ» موجودې دي.

یوازې څو ورځې مخکې د آلمان د فدرال مجلس پوخي کمیسیار هانس پیتر، په افغانستان کې د میشتو آلماني ځواکونو تر لیدو وروسته، د دغه هیواد پارلمان یا بوندستګ، ته وویل چې د افغانستان وضعیت «د پام وړ خراب» شوی دی. هغه هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د یوې اوږدې مودې له پاره د آلماني ځواکونو پاتې کیدو ته اړتیا شته.

د ناټو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت په رسمي توګه اعلان کړ. خو په وروستیو وختونو کې د افغانستان د وضعیت د خرابیدو له کبله امریکایي ځواکونو په جګړې کې ښکیلیدو ته اړ شوي دي.

ناټو اوس په افغانستان کې د ځایي ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ دنده پر غاړه لري. دغه هر څه د ناټو د نوي ماموریت «پریکړنده ملاتړ» په چوکاټ کې ترسره کیږي.

همدا اوس په افغانستان کې د ناټو د غړو هیوادونو ۱۲۰۰۰ سرتیري حضور لري چې په ډله کې یې ۹۸۰ آلمانیان هم شامل دي.

د مسلمانیانو نقش اړین دی

د آلمان په پوځ کې یو شمیر مسلمانان هم شته چې د آلمان د دفاع وزیرې په بهرنیو ماموریتونو کې د هغوی ونډه ډیره مهمه وبلله.

فون دیر لاین وویل چې اړتیا شته لا ډیر مسلمانان د آلمان په پوځ کې خدمت وکړي: «موږ په خپلو بهرنیو ماموریتونو کې شاوخوا ۱۷۰ داسې سرتیري لرو چې د مسلماني پس منظر لري. د هغوی ونډه ډیرې مهمه ده.» د آلمان د دفاع وزیرې زیاته کړه: «هغوی له خپلې ژبې، فرهنګ او دانش سره له ځایي کسانو سره زموږ اړیکه اسانه کړې ده.»

د فون دیر لاین په خبره د آلمان په پوځ کې ۱۵ سلنه سرتیري د کډوالي پس منظر لري چې ډیری یې پخواني ترکان، افریقایان، عربان او یا هم روسان دي.