1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ وسلې عراق ته ورسیدې

مسعود جهش / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۴, جمعه

د آلماني وسلو لومړۍ برخه عراق ته د تخنیکي ستونزو له کبله تر یوه ځنډ وروسته ورسیده. له دې سره آلمان له خپلې هغې پالیسۍ چې د جگړې په حال کې هیوادونو ته به وسلې نه استوي، تیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DLQu
انځور: REUTERS/Thomas Peter

د آلمان خبري آژانس په حواله آلمانۍ وسلې عراق ته رسیدلي دي. دغه وسلې د تخنیکي ستونزو له کبله تر ټاکل شوې مودې ۱۲ ساعته وروسته عراق ته ورسیدې. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې لا آلماني روزونکي عراق ته رسیدلي دي تر څو د دې هیواد ځواکونو ته د آلماني وسلو کارونه زده کړي.

تر دې مخکې د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، هم په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللې وه. هغې په خپل سفر کې له هغو کوردي جنگیالیو څخه د آلمان ملاتړ اعلان کړ چې اوس د اسلامي حکومت نومې ترهگرې ډلې پر وړاندې په جگړه بوخت دي. په دې ترتیب سره عراق ته ۲۷ ټنه ولسې او مهمات چې د ټانک ضد ۵۰ توغندي ویشتونکي، ۲۵۰ توپکونه او ۲۰ اتوماتې وسلې په کې شاملې دي.

عراق ته د خپل سفر پر مهال فون دیر لاین، د کوردي جنگیالیو له مشر مسعود برزاني، سره ولیدل. هغه له آلماني چارواکې سره د لیدنې پر مهال د ماین موندنې د لا ډیرو وسایلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اسلامي دولت ډله تر خپل کنترول لاندې سیمو کې ماینونه ځای پر ځای کوي. فون دیر لاین په یوه خبري کنفرانس کې د برزاني له دې غوښتنې سره موافقه وکړه او په دې برخه کې یې د خپل هیواد د مرستو ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس په خپله آلمان کې د دغه هیواد د پوځ یا «بوندیسویر» له پاره د کمو تجهیزاتو پر برابرولو باندې نیوکه کیږي.

آلمان غواړي چې د ۷۰ میلیونه یورو په لگښت ۱۰۰۰۰ پیشمرگه کوردي ځواکونه تجهیز کړي تر څو د اسلامي دولت ترهگرې ډلې پر ضد چې د عراق او سوریې ډیر برخې یې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي، جگړه وکړي.

دا تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته په آلمان کي د پالیسۍ د تغير معنی ورکوي. د دغې پاليسۍ له مخي آلمان د جگړې په حال کې هیوادونو ته وسلې نه استولې. خو د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، ویلي دي چې په دې وخت کې د اسلامي حکومت د مخنیوي له پاره د پیشمرگه جنگیالو تجهیزول اړین دي.