آلمانۍ لوبډله له نړیوال جام سره هیواد ته راغله
۱۳۹۳ تیر ۲۴, سهشنبهد سه شنبې په ورځ د پلازمینې برلین د «برندنبورگر تور» تاریخي ټاټوبی د یو ستر جشن شاهد وو چې د فوتبال د سلها زور مینه والو له خوا د آلماني لوبډلې په ویاړ نیول شوی وو. د یکشنبې په ورځ په برازیل کې د فوتبال د نړیوالۍ سیالۍ په پایلوبه کې آلمان د ارجنتاین په مقابل کې لوبه وگټله او په دې ډول وروسته له ۲۴ کلونو یو ځل بیا د څلورم ځل له پاره په نړۍ کې د فوټبال اتل هیواد شو.
د هرکلي ستیژ
په براندنبورگر تور کې د ملی لوبډلې غړو د هرکلي له پاره یو ستر ستیچ وهلی شوی وو او لوبغاړو په کوچنیو ټولگیو کې یو په بل پسې په نڅاو او خپلو جوړ شویو سندرو سره له خپلو مینه والو مننه وکړه چی د لوبو په ټول بهیر کی یې د هغوی ملاتړ وکړ.
د آلمان د ملي لوبدلې روزونکی یواخیم لوویف، وویل چې دا په حقیقت کې د ټولو گډ ویاړ دی ځکه دغه بریالیتوب ته د رسیدو لاره ډیره ستونزمنه وه خو د ملي تيم غړو په هره لوبه کې له ځان څخه میړانه ښکاره کړه او ستومانتیا ته تسلیم نه شول. لوویف وویل چې هدف ته د رسیدو مزل په گډه تر سره شوی او هغه هم په ډیر زیار سره: «دا دی مونږ ټول په گډه د نړی اتلان یو.»
تر ټولو ستر هرکلی د ملي لوبډلې له لوبغاړي میرسلاف کلوزې، څخه وشو چې د فوتبال د نړیوالې اتولولۍ په سیالیو کې یې د ډیرو گولونو د وهلو ریکارد مات کړ. د هغه ملگري لوبغاړي توني کروز ورته د سندرې په توگه وویل: «میرو کلوز! میرو کلوز ته د نړی اتل یی!»
دغه راز له لوبغاړي سبستاین شواینشتایگر څخه چی په پایلوبه کی د څو ځلې ټپی کیدو او په ځمکې لویدیو سره سره د سیالی ډگر کې پاتې شو، هم پراخ هرکلی وشو. د فوتبال مینه والو هغه ته د ستاینې په توگه شعار ورکاوه: «د فوتبال پادشاه! د فوتبال پادشاه!»
د هرکلي په پای کې د ملي تیم کیپتان فیلیپ لام، د فوتبال نړیوال جام چې له برازیل څخه ېې له ځان سره راوړی وو په خپلو لاسو د مینه والو په مخکې پروته کړ او په لوړ غږ یی وویل: «دا تل زمونږ یو ارمان وو. دغه ارمان د ټولو په زیار سره بالاخره پوره شو.»
له دی مخکی آلمان دری ځلې د فوتبال د نړیوال جام اتل شوی وو او دا څلورم ځل دی. په همدی وجه فیلیب لام وویل: « څلورم ستوری زمونږ دي.»
له دې شعار ورکولو سره د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې له خپلو مینه والو مننه او هغو سره یی مخه ښه وکړه او د دوبي رخصتي په لور چې د مینه والو په نظر د هغوی مسلم حق دی، وخوځیدل.