1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی سياستوال پيتر شتروک ومړ

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبه

د آلمان پخوانی د د فاع وزير پېترشتروک د ۶۹ کالو په عمر له دې نړۍ څخه سترگي پټي کړې. هغه په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموريت په اړه ويلي ول: «د آلمان له امنيت څخه به په هندوکش(افغانستان) هم دفاع وسي».

https://p.dw.com/p/175i7
انځور: picture-alliance/ZB

ښاغلی شتروک د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۵ عيسوي کلونو تر منځ د آلمان د دفاع وزير وو. هغه په ۱۹۶۴عيسوي کال کي د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند غړی سو. هغه د ۱۹۹۸او ۲۰۰۲ عيسوي کلونو او وروسته د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د آلمان په فدرالي شورا «بنډستگ» کي د خپل گوند پارلماني مشر وو.

شتروک خپلي لوړي زده کړي د آلمان په گيوټينگن او هامبورگ ښارونو کي تر سره کړي وې او په همدغه رشته کي يې په ۱۹۷۱م کال خپله دوکتورا تر لاسه کړې وه. هغه تر ۱۹۷۳کال پوري د آلمان په هامبورگ کي د اداري چارواکي دنده تر سره کړه.

په ۲۰۰۲ کال کي کله چي د آلمان د هغه وخت د دفاع وزير رودولف شارپينگ له خپلې دندې گوښه کړل سو، نو د دغه وزارت دنده پېټرشتروک ته وسپارله سوه. هغه وخت په آلمان کي د سوسيال ديموکرات او زرغون گوند ایتلافي حکومت واکمن وو.

پيتر شتروک په ۲۰۰۵ کال کي په افغانستان کي له آلماني عسکرو سره
پيتر شتروک په ۲۰۰۵ کال کي په افغانستان کي له آلماني عسکرو سرهانځور: dapd

په افغانستان کي د آلماني عسکرو له ماموريت څخه د دفاع له پاره شتروک په ۲۰۰۲ کال کی وویل:« په هندوکش (افغانستان) کي هم د آلمان له امنیت څخه دفاع کيږي». د شتروک له دغي خبري سره تر اوسه پوري په افغانستان کي د آلمان د پوځي ماموریت د دوام د توجیه له پاره، يو شمېر آلماني سياستوال استدال کوي.

د دفاع وزارت دنده هغه له یوې خاصی لیتوالتیا سره سرته رسوله، ځکه هغه وتوانید چي له خپلو سرتیرو سره ځانګړي اړیکي ټینګي کړي. د سیاست تر څنګ هغه له موتر سایکل چلولو سره هم ډیره لیوالتیا درلوده.

د د دفاع وزارت د دندې په موده کي پر شتروک باندي یو ځل د زړه حمله راغله. خو له دغي ناروغۍ څخه هغه شفا وموندله.

د نوموړي د کورنۍ د وياند په وينا پېتر شتروک د چهار شنبې په ورځ د برلين په شاريتي روغتون کي مړ سو. د وياند په وينا هغه يوه ورځ ترمخه د زړه د حملې له کبله روغتون ته لېږدول سوی وو.

ښاغلی شتروک تېره اوونۍ د آلمان د نامتو سیاسي بنسټ «فريډريش اېبرټ شتیفتونګ» د رئيس په توگه يو ځل بيا وټاکل سو. دغه بنسټ د آلمان له سوسيال ديموکرات گوند سره نژدې اړيکي لري.