آلماني کارګو الوتکې مالي ته ورسیدې
۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعهاعلان
آلمان مالي ته دوه پوځي کارګو الوتکې استولي دي چې د دې هیواد له پوځ سره په لوژیستیکي برخو کې مرسته وکړي. دغه الوتکې به مالي ته د جنوبي افریقا د سرتیرو په لیږولو کې وکارول شي.
د جنوبي افریقا د اتحادیې عسکر به په مالي کې له فرانسوي سرتیرو سره یو ځای د افراطي اسلامپالو یاغیانو پر وړاندې وجنګیږي. د آلمان د پرمختيايي چارو وزير دیرک نیبل، ویلي دي چي په مالي کې د پوځي عملیاتو په لاره اچول یو ښه اقدام دی چې د هغه په خبره په نسبتأ ښه وخت کې پیلاره اچول شوی دی.
نیبل د بیلډ په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې وویل چې که د یاغیانو د پرمختګ مخه و نه نیول شي، نو د دې خطر موجود دی چي افراېطي اسلامپاله ترهګر به ټولې غربي افریقا ته ورسیږي. نیبل ټینګار وکړ چې آلمان باید د مالي خلګ یوازې پرې نه ږدي.