آلماني ځوانان د پرمختيايي مرستو په چوکاټ کي
۱۳۸۶ دی ۱۱, سهشنبهاعلان
دغه پروګرام چي د نړۍ په لوري نوميږي، داسي امکانات رامنځ ته کوي چي د ښوونځيو او يا مسلکي زده کړو تر پای ته رسېدو وروسته په مواقتي ډول په يو پرمختيايي هيواد کي کاروکړي. نوموړي پروګرام هغه ځوانان چي عمرونه يي د اتلوسو څخه تر اته ويشتو کلنو پوري وي په برکي نيسي.
د آلمان د پرمختيايي چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس به کارو اصلي ځای افريکايي هيوادونه وي. په اول کال کي به په دې پروژه کي تر درو زرو تنو پوري و دغو هيوادو ته ولاړ سي. په منځنۍ کچه په کال تر لسوزرو کار ځايو پوري پلان سوي دي. په دې هيوادونو کي دکار موده به د شپږو څخه تر څلور ويشتو مياشتو پوري دوام وکړي.