آلماني پوځ به بيا هم د افغانانو سره خپلو تماسو ته ادامه ورکي
۱۳۸۸ شهریور ۳۰, دوشنبهاعلان
په افغانستان کي دامنيتي وضع دورځ په ورځ خرابيدلو سره سره بياهم آلماني پوځ دافغانستان په ځينو برخو کي دخلکو سره خپل تماسونه پالي .
خو دپخوا په نسبت په روان وخت کي ددغه تماسونو په نيولو کي دډير احتياطه څخه کار اخيستل کيږي ،او ډيرو ليرو پرتو کلو ته پوځي واحدونه نه ځي . دآلمان دماين په ښار کي ددغه هيواد دپوځي مخابراتي عملياتومرکز وظيفه داده چي په عملياتي ساحو کي د روحي لحاظه نفوذ پيدا کړي .
په روان وخت کي ددغي څانګي 70 کسه په کابل او دافغانستان په شمالي سيمو کي په فعاليت اخته دي .
Dpa / فضلي
کتونکي : محمد قاسم نوري