1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني وزير د مهاجرو پر ضد پر تاوتریخوالي نیوکه وکړه

آژانسونه / ک.ص.۱۳۹۵ خرداد ۹, یکشنبه

په آلمان په هیواد کې د مهاجرو پر هستوګنځایونو باندې حملې، په وروستي کال کې د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیاتې شوي او د تاوتریخوالو کچه نه ښکته کیږي. دیمزیر په دې اړه د « ټولنې د یوې برخې لخوا د بي رحمۍ» خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/1IwfJ
Deutschland Innenminister Thomas de Maizière
انځور: Getty Images/T. Lohnes

په آلمان هیواد کې د مهاجرو هستوګنځایونو باندې حملې، په وروستي کال کې د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیاتې شوي او د تاوتریخوالو کچه نه ښکته کیږي. دیمزیر په دې اړه د « ټولنې د یوې برخې لخوا د بي رحمۍ» خبره وکړه.

د آلمان د کورنیو چارو وزیرتوماس دیمزیر په دغه هیواد کې د مهاجرو پر وړاندې د تاوتریخوالو د کچې د زیاتیدو په باب شکایت وکړ. هغه په دې باب د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۸مه نېټه) آلماني رسنیو ته وویل: « وضعیت د ۲۰۱۶ کال په لمړنیو میاشتو کې، نور هم بد شوی دی.»

۶۵۴ غیرقانوني پیښې

دغه وزير زیاته کړه: «د جنورۍ میاشتې راپدیخوا د مهاجرو پر هستوګنځایونو باندې ۴۴۹ حملې شوې دي چې په دې کې ۸۲ مورده یې له درنو تاوتریخوالو سره مل وې چې په ترڅ کې یې د پیښې قربانیان ټپيان شوي هم دي. پر هستوګنځایونو له حملو پرته، پناه غوښتونکو پر و ړاندې ۶۵۴ غیرقانوني پیښې هم رامنځ ته شوي، چې له هغو څخه ۱۰۷ مورده یې په قهرجنه توګه ترسره شوي دي.»

د مهاجرو په هستوګنځایونو د تیرکال د حملو شمیر ۱۹۹ او د روان کال دا تر اوسه ۱۰۳۱ مورده پیښې دي، چې د تیر کال په پرتله نژدې پنځه برابره زیاتوالی ښيي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې اړه « د خپلې ټولنې د یوې برخې د بیرحمۍ» خبره وکړه. هغه زیاته کړه د اخلاقي ملاحظاتو د اصل له مخې، چې نباید یو څوک توهین شي او دا چي د مراعاتولو کچه ښکته شوې ده.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر وویل د دغو ټولو حالاتو سربیره، د مهاجرو کړکیچ په خپله « د تاوتریخوالي د زیاتیدو د یوې وسیلې په توګه» پر ټولنه اغیز لرلی شی او دغې ستونزی هیواد قطبي کړي دی.

۲۴۵ جنايي کړنې

څرنګه چې آلماني رسنیو د آلمان حکومت د یو تحقیقي اسنادو له مخې د جنايي جرمونو په برخه کې رپوت ورکړي، دغه راز یې یې دا هم ویلي دي چې د مهاجرت موضوع سره په تړاو، مرستندویان، سیاستوالان او خبریالان هم د بهرنیو ضد مفکوري د تاوتریخوالو قرباني شوي دي.

د دغه تحقیق له مخې، د روان کال له پیله راپدیخوا، د دغو ډلو پر وړاندې ۲۴۵ جنايي کړنې ترسره شوي دي چې له دې څخه ۱۳ موارده یې له درونو تاوتریخوالو سره عملي شوي دي.

دغه تحقیق ښيي چې دولتي کارکونکي لکه ښاروالان او یا د پارلمان غړي ۱۰۷ ځله، مرستندویه سازمانونه او داوطلبه مرستندویان ۵۴ ځله او د رسنیو استازي ۲۵ ځله دغو تاوتریخوالو سره مخ شوي دي.