آلماني مرستندويه سازمانونه د افغانستان پر ستراتيژی شک لري
۱۳۸۸ آذر ۶, جمعهد پرمختيايي سياست دآلماني غير حکومتي مرستندويه سازمان ويرنو Venro مرستيال يورګِن ليزر وغوښتل ، په عوض ددې چه افغانستان ته ډير عسکر وليږل سي، پر ځای يې د بيرته آبادولو ملکي کارو نه سرته ورسيږي . دی وايي ،
O-Ton
« په هغه کښي ډير شيان شامل دي، چه د نورو تر څنګ دزراعت تقويه ، د کارځايونو پيداکول او دداسي کارونو پيداکول چه کلي تقويه ، او خلګ ښارو ته په راتګ باندي مجبوره نسي . »
دغه ډول غوښتني طبعأ نوي ندي، او د پرمختيايي چارو وزير نيبل پخوا لا هغه طرح کړي وې . او لکه ده چه د ويرنو دسازمان غوښتنه اوريدلې وي، په عين وخت کښي يې اعلان وکي، چه د افغانستان دپرمختيايي مرستو دپاره ۵۲ مليونه ايرو نوري اضافه کوي ، او پدې وسيله به هغه په همدغه کال کښي ۱۴۴ مليونو ايرو ته ورسيږي .
ددغو پيسو پواسطه بايد مشخصي پروژې تقويه سي .
«خصوصأ د کابل او شمال د خلګو دپاره د برق اوچښلو د اوبو تهيه کول ، اشخاصو او افرادو ته د کوچنيو او لږو قرضو ورکول ، تر څو پر خپلو پښو ودريږي . »
د جرمني دپرمختيايي چارو وزير نيبل افغانستان ته د خپلو کومکو اضافه توب د کرزي د حکومت څخه په ښکاره غوښتنو مربوط کی، اوويې غوښتل چه تر پخوا زيات دي د وضع د سمولو دپاره کار وکي .
«ددغو مرستو په ورکولو سره موږ انتظار لرو ، چه د افغانستان نوی حکومت، افغاني امنيتي قواوي تقويه ، د رشوت او اختلاس پر ضد د مبارزې او حکومتي رهبرۍ په سمولو سره د افغانستان د ثبات او پرمختګ پروسه کاميابه کي . »
پدې وسيله به د جرمني دپرمختيايي چارو وزير نيبل د کابل څخه هغه خبر د ښه نيت په حيث نيولی وي، چه د افغانستان لويه څارنوالي د رشوت او اختلاس په خاطر د ۱۵ برحاله او پخوانيو وزيرانو پر ضد اقامه دعوی کړيده .
د غير حکومتي سازمان ويرنو مرستيال ليزر د جرمني د حکومت څخه غوښتنه کوي ، چه ملکي بيا رغوني ته د لمړيتوب حق ورکي . دی اضافه کوي چه د مرستندويه سازمانو د انساني او پوځ د سياسي ماموريت تر منځ د نامعلومه سرحدبنديو له کبله د مرستندويه سازمانو بې طرفۍ ته تاوان رسيدلی دی، اوهغوی يې د خطر سره مخامخ کړيدي . ده د هغو د اصلاح غوښتنه وکړل . خو د پرمختيايي چارو وزير نيبل د پاره بيا ملکي او پوځي مرستي دواړه د سِکې دوه مخونه دي ،او هغه نسي سره جلا کيدلاي .
فیرستناو مارسِل
کتونکی : محمد قاسم نوري