1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ايساف پای ته رسېدلو زموږ کار نه دی اغېزمن کړی»

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۱۶, یکشنبه

د تېر مېلادي کال په پای کي د افغانستان څخه د ایساف بهرني ځواکونه ووتل. خو آلماني مرستندويان وايي چي د ايساف ماموريت د پای ته رسېدلو وروسته د دوی کار تر پخوا زيات امنيتي خطرونه نه دي درلودلي.

https://p.dw.com/p/1F2vg
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د وېرنو په نوم د آلمان د پراختيايي سياست او بشري کومکونو اتحاديه په افغانستان کي هم مرستندويه پروژې پر مخ بيايي. د دغه سازمان همکار بودو فون بوريس د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په افغانستان کي د ايساف ماموريت پای ته رسېدل د آلماني مرستندويانو کاري وضعيت د امنيت له نظره نه بهتره کړی او نه يې هم بدتره کړی دی.

بودو فون بوريس زياته کړې چي د ايساف ماموريت په آوايلو کي يو ډول ټيکاؤ او ثبات رامنځ ته کړی ؤ خو وروسته په زياته بيا چيري چي آلماني عسکر مستقر ول، وضعه لا خرابه سوه.

د دويچه وېلټ هونګر هيلفه په نوم مرستندويه آلماني سازمان همکاره زيمونه پوټ وايي چي په افغانستان کي بوختو آلماني مرستندويه ټولنو له اول سر څخه دې ته زيات پام کاوه چي کار يې د پوځي ماموريت سره ګډ نه سي. د هغې په وينا دغو آلماني سازمانونو د آلماني پوځ د فعاليتونو څخه بالکل ځان ګوښه کړی ؤ او خپل کار يې پر مخ بېوی.

د زياتو آلماني مرستندويه ټولنو همکارانو د دې خبري پخلی کړی دی چي د آلمان د پراختيايي چارو د وزير هغه وړانديز هيڅ مرستندويه ټولني نه دی عملي کړی، چي پکښي ورڅخه غوښتنه سوې وه چي په افغانستا کي د کار پر وخت هميشه د آلماني عسکرو سره په تماس کي واوسيږي.

د ايساف نړۍ وال پوځي ماموريت چي مقصد يې په افغانستان کي د سولي او امنيت رامنځ ته کول ؤ، د تېر مېلادي کال په پای ته رسېدو سره ختم سو. د شمالي اټلانټک تړون ناټو له خوا په افغانستان کي د دغه ۱۳ کلن ماموريت په ترڅ کي تر ۱۴۰ زرو پوري عسکر مستقر ول چي پکښي ۵۰۰۰ الماني عسکر هم شامله ول.

د ايساف ماموریت ځای اوس «د قاطع ملاتړ» په نوم نوي ماموريت نيولی دی. د دغه ماموريت له مخي به تقريبا ۱۲۰۰۰ بهرني ځواکونه افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي. د دغو څخه به ۸۵۰ آلمانيان وي.