آلماني عسکر په کندوز کې له افغاني چارواکو سر ټکوي
۱۳۸۶ خرداد ۱۸, جمعهاعلان
په عين وخت کې د آلمان پوځ هم پر آلماني عسکرو تر وژونکي بريد څخه درې اونۍ وروسته خپل فعاليتونه کم کړي دي. هغه گزمې چې غوښتل يې له افغانانو سره په تماس کې شي او په دې ترتيب د خلکو زړونه وگټي، په ټپه درېدلي دي. د آلمان د دفاع وزير هم وويل چې له افغاني مقاماتو سره همکاري هومره غښتلې نه ده لکه چې لازمه وای او هيله يې څرگنده کړه چې «د دې ناوړه بريد جوړونکي او تر شا ولاړ خلک به ژر تر ژره ونيول شي.» دا چې د کندوز ښار، چې پخوا د ډاډ وړ بلل کېده اوس خطرناک شوی دی له درې جلا پېښو څخه څرگنديږي. درې ځانمرگي بريدونه په نوموړي ښار کې په افغاني پوليسو، آلماني عسکرو او امريکايي ساتونکو باندې تر سره شول.