1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني عسکر دي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي وي

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16roi

د آلماني پوځ اتحادیه غواړي چي آلماني جنګي ځواکونه دي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کی ځای پر ځای وي. د دغه اتحادیې مشر اولریش کیرش د «Neuen Osnabrücker» په نامه ورځپاڼي ته ویلي دي، چي دا کار د دې له پاره مهم دی، چي د بحران په مقابل کي عکس العمل وښودلای سي. ده زیاته کړې ده، چي دا کافي نه ده چي افغان امنیتي ځواکونه دي له پاڅون کوونکو سره جنګونه کوي او موږ یې فقط ملاتړ کوو.