1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني عسکر به يو کال نور هم په لبنان کې پاتی کېږي

۱۳۸۷ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

د جرمني حکومت غواړي د لبنان په ساحل کي د آلماني پوځ ماموريت د راتلونکي عيسوي کال تر پايه پوري تمديد کي.

https://p.dw.com/p/FE7s
انځور: APTN/DW

کله چه دوه کاله مخکي په منځني ختيځ کي د آلماني پوځ ، نظامي ماموريت شروع سو، نو جرمني په عين حال کي د مختلفو ملتو د پوځي ماموريت رهبري هم پر غاړه واخيسته. د دغه ماموريت اساس د ملګرو ملتو 1701 لمبر پريکړه ليک ؤ، چه بايد د اسراييلو او لبنان د حزب الله تر منځ د جنګ وروسته يې د UNIFIL تر ماموريت لاندي لبنان ته د وسلو د قاچاق مخنيوی کړی وای. په اول سر کي د آلماني عسکرو تعداد 2400 تنه ؤ، او تير کال هغه 1400 عسکرو ته راکښته سو. ددغه پوځي ماموريت قومانده اوس ايټاليا پر غاړه لري. اوس 230 آلماني بحري عسکر په دوو د مينونو پلټونکو او يوې تدارکاتي کښتۍ کښي په ګزمه اخته دي. د لبنان په ساحل کښي ددوی وظيفه داوله سره يو ډول وه. دوی ته خبر ورکول کيږي چه کمه کښتۍودروي، بيا هغه پوښتي،او لبناني چارواکوته دهغه خبر ورکوي. که هغوی ووايي چه هرڅه سم دي، بيانو لبنان ته ورداخليږي.

د عسکرو تعداد به د 1400تنو څخه 1200تنو ته راکم سي
د عسکرو تعداد به د 1400تنو څخه 1200تنو ته راکم سيانځور: picture-alliance/dpa

په رسمي ډول د جرمني بحري قواوو په تيرو دوو کلو کي 1800کښتۍ پوښتلي دي، او د150 کښتيو په باب يې لبناني مقاماتو ته خبر ورکړی دی. خو تر اوسه پوري په يوه کښتۍ کي وسلې ندي پيدا سوي. ځکه چه دا يوازنی سرحد ندی چه لبنان ته کښتۍ ورتيريږي.

د سوريې – لبنان د سرحد د لاري کيدای سي، چه حزب الله ته وسلې ورتيري سي. ځکه نو د اوله سره د جرمني پوځي بحري ماموريت د هغه د بې معنی والي په خاطر د انتقاد سره مخامخ دی. خو نظامي او سياسي رهبري بيا د هغه پر اهميت ټينګار کوي، چه دا د جرمني ددفاع دوزير فرانس يوزف يونګ د خبرو څخه چه په فبروري کي يې کړي وې، معلوميږي. ده ويلي وه، چه زموږ په وسيله د لبنان د مځکنی تماميت سره مرسته کيږي، او ددې کبله دا په واضح ډول د ثبات سره کومک کوي، او په آينده کي د سولي د پروسې سره هم.

ثبات ، خو هره لحظه شخړه او کشمکش ، چه د دغه فورمول پر اساس د جرمني حکومت نن سه شنبه غواړي ، د لبنان پوځي ماموريت د نورو 15 مياشتو د پاره تمديد کي . خو د عسکرو تعداد به د 1400تنو څخه 1200تنو ته راکم سي. د اوسنيو مصارفو ( 170مليون ايرو) د په نظر کي نيولو سره دا لږ مصارف هم ندي، او هغه هم چي دا معلومه نه وي چه څه وخت به لبنان د دې قدرت ولري ، چه خپل بحري سرحدونه پخپله کنترول کي.