1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني جنرال د طالبانو پر ضد د بمباریو غوښتنه کړې

۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

د ناټو دوهم لوی آلماني قوماندان هنس لوتر دومروزه، ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه لا ډیرو پوځي مرستو ته اړتیا لري. هغه د طالبانو پر ضد د بمباریو د تر سره کیدو غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GzFD
انځور: picture-alliance/dpa/Valda Kalnina

د ناټو نوموړې جنرال د هسپانیې په زارگوسا کې د ناټو د پوځي تمریناتو په څنډه کې ویلي دي «باید ووایم چې موږ جدي مشورو ته اړتیا لرو.» خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په اساسي توگه هغه د وسله والو طالبانو پر ضد د هوایي بریدونو د امکان او افغان امنیتي ځواکونو ته د اکتشافي تصویرونو د ورکولو غوښتنه کړې ده.

د هغه په خبره دلته د شخړه ییزو لوړو تخنیکي وړتیاوو خبره مطرح ده، چې افغانان ورته لاس رسی نه لري. هنس لوتر دومروزه، په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې د افغانستان هوایي ځواک لا هم کمزوری دی او پر دې سربیره د افغانستان پوځ هغو اکتشافي معلوماتو ته لاس رسی نه لري چې د بې پیلوته الوتکو د ماموریت په واسطه تر لاسه کیږي.

افغانستان احتمالا د «اسلامي دولت» پر پټنځای اوښتی شي

نوموړي جنرال پر دې خبره باندې ټینگار کړی دی چې «دا یوه اخلاقي موضوع هم ده.» هغه زیاته کړې ده کله چې ناټو اکتشافي انځورونه ولري او د اوسني قوانینو له مخې بل چا ته نه شي ورکول کیدای «نو سړی باید فکر وکړي چې آیا دا زموږ له افغاني ورونو سره عادلانه ده چې له هغوی سره د ۱۴ او ۱۵ کلونو راهیسې اوږه په اوږه کار کوو، جگړه کوو او کړیږو.»

هنس لوتر دومروزه، په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې احتمالا سړی باید د ناټو د «پریکړنده ماموریت» په چوکاټ کې پر مرستو یو ځل بیا فکر وکړي. هغه زیاته کړې ده چې افغانان باید ژر پیاوړي کړای شي. د نوموړي آلماني جنرال په خبره «وضعیت هغه ډول باثباته نه دی چې موږ یې هیله درلوده.» دومروزه زیاته کړې ده چې د دې خطر هم شته چې افراطي ډله «اسلامي دولت» په افغانستان کې پټنځایونه ومومي.

ناټو اوسمهال په افغانستان کې روزنیز ماموریت پر مخ وړي

ناټو غواړي چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د خپل ماموریت موده وغځوي. دا چې د دغه ماموریت بڼه به هم تغیر ومومي، لا نامعلومه ده. د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ناټو تر ۱۰ زرو زیات عسکر چې پکې ۷۰۰ آلمانان هم شامل دي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې ورکولو له پاره په دغه هیواد کې میشت دي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنگي ماموریت د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم شو.

په وروستیو وختونو کې د لنډې مودې له پاره د طالبانو له لوري د کندز ښار نیولو نړیواله ټولنه انديښمنه کړه. دا په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته لومړی وار وو چې کوم ښار دې ونیسي.