1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ايالتونه د مهاجرو له پاره زياتي پيسې غواړي

۱۳۹۴ بهمن ۲۵, یکشنبه

د آلمان د نورد راین ویست فالن، ایالت د ماليې وزیر له مرکزي حکومت څخه د کډوالو د مرستې له پاره د دغه هیواد ایالتونو ته د لا زیاتو پیسو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1HvDs
انځور: DW/J. Campoamor

د آلمان د نورد راین ویست فالن ایالت د ماليې وزیر نوربرت والتر بوریانس، يو آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: «د آلمان مرکزي حکومت باید د پخوا په پرتله د مهاجرو په لگښتونو کې خپله ونډه زیاته کړي، ځکه چې بالاخره همدغه مرکزي حکومت دی چې د دغو کډوالو د اقتصادي ودې له اغیزو څخه تر ټولو ډیره گټه پورته کوي.»

د دغه سیاستوال چې په عین وخت کې یې د مالیې وزیرانو د غونډې مشري کوله د محاسبې له مخې يې، د آلمان ایالتونه سږ کال د کډوالو د لگښتونو له پاره له ۲۰ څخه تر ۲۵ میلیارده ایرو ته اړتیا لري. د هغې له جملې څخه د مهاجرو د دوسیو څیړنې، د اوسیدو ځای، پالنې او اضافي کارکونکو د گمارنې له مصارفو څخه یادونه سوې.

والتر بوریانس، وایې چې د دولت مرکزي خزانه د اقتصادي ودې د دغې کوچنۍ متحرکې بستې څخه تر ټولو ډیره گټه پورته کوي: «تر اوسه پورې هغه مالیاتي عایدات چې په ایالتونو کې راټولیږي، د هغې نیمایې یې د مرکزي حکومت د مالیې وزارت مصرفوي.»

دغه سیاستوال زیاته کړه: «داسې نه شي کیدای چې مرکزي حکومت د پیسو په نه ورکولو سره ځان له مسئولیت څخه وباسي. مرکزي حکومت باید د ایالتونو او ناحیو څخه د راټولیدونکي مالیې نیمایې برخه د مهاجرو سره د مرستې له پاره ایالتونو ته ورکړي.»

همدارنگه د آلمان د نیدر زاکسن ایالت د مالیې وزیر پيټر یورگن شنایډر، د ایالتونو ته د کډوالو د لگښتونو له پاره ورکول کیدونکي پیسې «په بشپړ ډول نه بسیدونکي» وبلل. شنایډر زیاته کړه: «ناحیې د کډوالو د نظم او ټولنیزو مسئولیتونو بار په غاړه اخلي، او ایالتونه د لگښتونو عمده برخه.»

مرکزي حکومت د کډوالو مصارف په ځانگړي توگه د (خرڅلاو او مالیاتو پر عایداتو) له درکه راټولیدونکو پیسو څخه ورکوي.

د سپټمبر میاشتې په پای کې مرکزي حکومت د روان کال له پاره ایالتونو ته د ۳،۵ ملیارده ایرو د ورکړې ژمنه کړې وه. د برانډنبرگ ایالت د مالیې وزیر کرستیان گورکه، دغې محاسبې ته د شک په سترگه گوري. نوموړی وایې: «که چیرې په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو شمیر د ټول هیواد په کچه له هغه شمیر څخه چې مرکزي حکومت یې اټکل کړی وو، یعنې له۸۰۰۰۰۰ څخه لوړ شي، نو په هغه صورت کې به مونږ سږ لا زیاتو منابعو ته اړتیا ولرو.»

گورکه، زیاته کړه : سربیره پر دې دې د مرکزي حکومت له خوا د هر مهاجر پر سر ایالتي حکومت ته ۶۷۰ ایرو ورکول کیږي چې دغه پیسې د دوی د لگښتونو پوره کولو له پاره ډیرې کمې دي.