د کډوالو د کړکیچ پر مهال د یووالي غوښتنه
۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه«انساني کرامت د تعرض وړ نه دی»، د دغې غوښتنې عنوان دی. د غوښتنې لس لاسلیک کوونکي غواړي چې په آلمان او اروپا کې د «پرانیستیا، اتحاد، دیموکراسي او قانون حاکمییت» له پاره کار او تبلیغ وکړي.
د غوښتنې په لاسلیکوونکو کې مذهبي ډلې، اتحادیې، انجمنونه او ډیر شمیر مرستندویه سازمامونه شامل دي. هغوی له آلمانیانو څخه غواړي چې سوله ییز پاتې شي او د کډوالو د کړکیچ پر مهال له ځانه اتحاد وښيي.
آلمانۍ اونیزې «دي ځایت» د «پرانیستیا، اتحاد، دیموکراسي او قانون حاکمیت د اتحاد» په حواله ویلي دي چې د کډوالو په اړه روان بحث باید «بې طرفه او پر حل لارو باندې متمرکز وي د دې پر ځای چې د خلکو په منځ کې ویره او رنجش رامنځ ته کړي».
بې څاری اتحاد
دغه اتحاد همداراز پر خلکو باندې غږ کوي چې د «غیر انساني بیانونو او کارونو پر ضد ودریږي پرته له دې چې هغوی له کوم ځای څخه راځې او کوم کس ته راجع کیږي.»
د غوښتنې لاسلیکوونکو د «افراطي ښې اړخو، پر کډوالو او د هغوی پر کورونو باندې، د رسنیو پر غړو او همداراز پر مرستندویه کارکوونکو باندې د بریدونو د سیستماتیکې قانوني څیړنې غوښتنه کړې ده».
په غوښتنه کې راغلي دي چې هر څوک چې قانون ماتوي باید تعقیب شي. په غوښتنه کې راغلي دي چې دا موضوع د بهرنیو په حق کې هم صدق کوي چې که پرې کوج جرم په اثبات ورسیږي باید له آلمان څخه اخراج شي.
دغه اتحاد به په رسمي توګه د پنجشنبې په ورځ په برلین کې خپل کار پیل کړي. دا په آلمان کې د خپل ډول لومړی اتحاد دی.