1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:د پوځي ماموريت پر دواړو اړخونو بايد يو ځای بحث وسي

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزير غواړي چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د ماموريت د غځولو سره سم د هغوی د بيرته را ايستلو پر نيټې باندي هم وږغيږي.

https://p.dw.com/p/12L6T
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزير په مزارشريف کي د جنرال مارکووس کنايپ سره
د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزير په مزارشريف کي د جنرال مارکووس کنايپ سرهانځور: dapd

ديميزير د آلمانۍ ورځپاڼي راينيشه پوست د (دوشنبې په گڼه کي) په يوه مرکه کي ويلي، چي دا به ډير ښه وي چي پر دواړو اړخونو يو ځای تصميم ونيول سي.

« زه فکر کوم چي دا به عاقلانه وي چي د آلمان حکومت او د آلمان پارلمان، لکه څنگه چي د عسکرو پر ماموريت باندي خبري کوي همداسي دي د هغوی د بيرته را ايستلو پر نيټې باندي هم يوې موافقې ته ورسږي.»

جرمني تر اوسه پوري په افغانستان کي د خپل ماموريت د غځولو پر سره هر وخت بحث کړی، خو د هغوی د بيرته را ايستلو په اړه هر وخت چپ پاته سوي.

د جرمني د دفاع وزير وايي، چي په ډسمبر کي بايد دا معلومه سي، چي په افغانستان کي د آلمان د پوځ يا بوندسوې ماموريت به د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۴ کاله پوري څه ډول وي.

وروسته له هغه چي د امريکا متحده ايالاتو د يو پلان له مخه په روان کال کي د خپلو ځواکونو په ايستلو پيل وکړی او ۲۰۱۴ کال يې په افغانستان کي د جگړې د پای کال و نوماوه. د ناټو په چوکاټ کي ډيرو اروپايي هيوادونو هم دغه ډول يو اقدام وکړی.

ښاغلي ديميزير ويلي، چي دوی په پلان کي لري، چي د اکتوبر په مياشت کي د افغانستان په شمال کي د خپلو ۱۶ همکارانو، لکه امريکايانو، نارويږيانو، سويډنيانو، هالنډيانو او منگوليايانو سره د ځواکونو د رايستلو پر يو پلان باندي بحث وکړي.

په پلان کي ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به د افغانستان څخه ټول وسله وال بهرني ځواکونه ووزي. خو اوس داسي گنگوسې دي چي د امريکا متحده ايالات غواړي چي په هغه هيواد کي د ۲۰۲۴ کال تر پايه پوري پاته سي.

د برتانوۍ ورځپاڼي ديلي تلگراف د يو راپور له مخه افغان او امريکايي چارواکي د يو داسي تړون لاسليکولو ته نژدې سوي، چي له مخه به يې د نورو امريکايي کارپوهانو تر څنگ ځانگړي ځواکونه او پيلوټان په افغانستان کي د ۲۰۲۴ کال تر پايه پوري پاته کيږي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: سيدرياض