آلمانان څرنگه له مهاجرو سره مرسته کوي
آلمان ته په سونو زره مهاجر راغلي دي. له بلي خوا د آلمان په هر ځای کي داسي کسان سته چي له هغوی سره مرسته کوي. خو دا کسان څوک دي او څه ډول مرسته کوي؟
کتابونه
مهندس گیونتر رایشیرت هڅه کوي چي د کډوالو کوچنیانو ته لیک او لوست ور زده کړي. هغه په نیورینبیرگ کي د اول وار له پاره پناه غوښتونکو ته یوه کتابخانه جوړه کړې ده. هغوی کولای سي هلته په وړیا توگه آلماني ژبه زده کړي. په خاص ډول کوچنیانو ته خاصه پاملرنه کیږي. گیونتر د نورو داسي کتابخانو د جوړولو په هیله دی.
ترجماني
د هنرونو محصله نتالیا بیا په برلین کي د مهاجرو د جذبولو په یوه مرکز کي په افتخاري ډول د ترجماني په توگه کار کوي. هغې مخکي هم په ځینو ادارو کي د روسي او عربي ژبي ترجماني کړې ده. دغه ځوانه ښځه له کډوالو سره د کور په پیدا کولو ، ډاکټر او یا د کار ادارې ته د تگ پر وخت مرسته کوي.
د ښه راغلاست په نوم د یوه مرکز جوړول
هیلده گراد بیا په براندینبورگ کي د کډوالو د یوه کمپ پر مخامخ ژوند کوي. کله چي دلته په ۲۰۱۳م کال کی لومړني ۱۸۰ تنه کډوال راغلل، نو هغې له خپل خاوند هارست سره په گډه د ښه راغلاست په نوم یو مرکزجوړ کړ. په دغه مرکز کي د مختلفو هیوادونو د مهاجرو پالنه کیږي. ځیني وخت هغوی ته د قهوې څښلو دعوت هم ورکول کیږي.
انترنت ته لاس رسی
سفین بورشیرت او د هغه ملگرې په دورتموند کي د کډوالو له پاره داسي سرپناوي برابري کړي دي چي پکښي په وړیا ډول له انترنت څخه هم کار اخیستل کیدای سي. د هغه تخنیکي چاري د راټولو سوو بسپنو څخه تمویلیږي. په اوس وخت کي په دورتموند کي څه د پاسه ۴۰۰ کډوال انترنت ته لاس رسی لري.
ورځنۍ مرستي
کارولا لانگه په زاکسن کي د کډوالو د ملاتړ ادارې مشره ده. دا او د هغې ۴۰ تنه نور همکاران بیا د کډوالو له پاره تفریحي پروگرامونه جوړوي. د هغې په نظر کډوال هیڅ ډول مصروفیت نه لري، هغوی یوازي د انتظار په حالت کی دي. دا ویني چي کډوال څرنگه په علاقمندۍ سره آلماني ژبه زده کوي او غواړي کار وکړي.
د تحصیل یافته کسانو له پاره انترنتي شبکه
د کډوالو په منځ کي داسي کسان هم سته چي لوړ تحصیلات یې کړي دي.د هغوی له پاره په فرانکفورت کي محصلینو یو سازمان جوړ کړی دی، څو د هغه له لاري دغه ډول کډوال وکولای سي د زده کړو له مؤسسو سره اړیکي ونیسي او یا هم ښايي کوم کار ځانته پیدا کړي. دلته تیم شوارڅ هڅه کوي یوه سوریايي کډوال ته آلماني ژبه ورزده کړي.
نوښت
راینهارد یهلیس د روهر په میولهایم کي یو کوچنی شرکت لري. یو کال مخکي هغه د فیس بوک له لاري هڅه وکړه چي د یوه عراقۍ مهاجري کورنۍ د کوچنیانو له پاره بسپني راټولي کړي. په دې ترڅ کي ډېري مالي مرستې را رواني دي. نبیلیا هڅه کوي چي دغه مرستي پر کډوالو وویشي.
مشهوره کسان د مرسته کوونکو په توگه
همدارنگه ډېر مشهور کسان لکه د فلمونو لوبغاړی تیل شوایگر چي د کډوالو له پاره یې یوه سرپناه جوړه کړې ده، هڅه کوي چي په آلمان کي له راغلو کډوالو سره مرسته وکړي. د شوایگر همکاره سارا کوچ چي په خپله یوه لوبغاړې ده په برلین کي د مهاجرو یوه کمپ ته ورغلې ده. دا په افتخاري ډول پر مهاجرو خوراک او څښاک ویشي.