آلمانانو خپل ځواکونه له تالقان څخه را وایستل
۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعهاعلان
په افغانستان کې د امریکایې سرتېرو له خوا د قران د سوځولو له امله تر سختو نا آرامیو وروسته نن هم د جمعې تر لمانځه وروسته د نورو ګډوډیو انتظار کیږي. د پنجشنبې د ورځي په لاریونونو کې لږ تر لږه اته تنه چی پکښي دوه مظاهره کوونکي او دوه تنه نړیوال سرتېري شامل ول وژل شوي دي.
آلماني پوځ د تاوتریخوالي دغو پیښو ته په کتو سره خپلې قواوي مخکې له وخته د افغانستان د شمالی ولایت تالقان څخه وایستلې. په پلان کی وه چی دغه قواوې به د مارچ په میاشت کی را وایستل سي.