1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:الجزاير بايد له پامه ونه غورځول سي

۱۳۸۷ تیر ۲۶, چهارشنبه

د الجزاير په سلو کي98 صادرات ليږديدونکي توکي ګاز او تيل جوړوي خو دغه هيوادکه چيري د کار دوامداره ځايونه غواړي ، بايد نوري اقتصادي لاري هم خلاصي کړي

https://p.dw.com/p/EddO
په الجزاير کي د ګازو يو شرکت
په الجزاير کي د ګازو يو شرکتانځور: picture-alliance/ dpa

د آلمان د افريقا د ټولني د شمالي افريقا د څانګي مشره کاترين لاسکوفسکي وايي: مځکنی ګاز او د خاورو تيل په اوس وخت کي تازه موضوع ده. الجزاير په نړۍ کي د ګازو دريم توليدونکی هيواد دی دا بايد له نظر ونه لويږي. ښکاره خبره ده چي د آلمان لخوا هم دې ته غوښتنه ډيره ده.

د الجزاير په سلو کي98 صادرات ليږديدونکي توکي ګاز او تيل جوړوي خو دغه هيوادکه چيري د کار دوامداره ځايونه غواړي ، بايد نوري اقتصادي لاري هم خلاصي کړي، که څه هم چي دولتي لاسته راوړني به په 2008 کال کي لوړي سي، خو د پراخو پرګنو لپاره به د يوې کيسې او افسانې په ډول پاته سي. د آلمان د خبری آژانس د مغرب د اقتصادي برخي د کار پوه په نظر، د جون په مياشت کي د الجزایر د صدراعظم ليري کيدل ، د خلاصون پر لور يو ګام پر مختګ دی.

ددې شتمن هيواد ډيری وګړی لا تراوسه کوچياني ژوند لري
ددې شتمن هيواد ډيری وګړی لا تراوسه کوچياني ژوند لري

هغه وايي: بل خادم د اسلامي حرکت يودريدلی سړی و چي د لويديځي نړۍ د اغيزي په وړاندي يي سخته کرکه درلوده. او له دې امله يي اقتصادي پروژې چنداني نه غوښتې. خو په څنګ کي يي بايد وويل سي چي ده چندان صلاحيت هم نه درلودی او دهرشي پريکړه د ولسمشر لخوا کيده.

عبد العزيز بل خادم دوه کاله د الجزاير صدر اعظم وو. او دغه وخت د الجزاير په سوداګرۍ کي چنداني په زړه پوري وخت نه و.اوس احمد اويحي ته تمه ده چي په اقتصادي ليبرال شهرت لري.

ميرمن لاسکوفسکسي وايي ، هغه څه چي په آلمان پوري اړه لري، هغه په مغرب کي د جرمني جوړ ياني ميډن جرمني چي پر هر ماشين باندي لکلی وي خپله ګټه لري، که څه هم چي آلمان د فرانسې سره سيالي لري. دا وايي : «بهرنۍ پانګه اچونکي لکه دداخلي پانګه اچوونکو غوندي حقونه لري».

په الجزاير کي د ګازو يو شرکت
په الجزاير کي د ګازو يو شرکتانځور: AP

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخه په الجزایرو کي 150 آلماني شرکتونه موجود دي. آلمانان هلته تر ځمکي لاندي پټلۍ جوړوي، آلمانانو د پريولو د موادو سکتور په غاړه اخيستی اودوی به د نړۍ ترټولو لوی جومات جوړ کړي.

دا چي په الجزاير کي بشري حقونه تر پښو لاندي کيږي او که نه؟ داسي ښکاري چي د آلماني کمپنيو او شرکتونو لپاره د پام وړ نه ده.

د آژانس د اقتصادي برخي مسول وايي : آلمان بايد ګازو ته وګوري ، ځکه غواړي چي له اوسني عمده ورکوونکي ياني روسيې څخه ځان خپلواک کړي. بدلون ـ ددې اساسي وینه يا لغت دی. او الجزایر کيدای سي يو التر ناتيف واوسي.